د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

471553
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د حرییت ورځپاڼې ً اردوغان اسلامي نړۍ ته څلور وړاندیزونه وکړل ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان په ۱۳مه سرمشریزه کې اسلامي نړۍ ته څلور وړاندیزونه وکړل. لومړی په استانبول کې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو د پولیسو ترمنځه د همکاریو د مرکز جوړول، دویم په استانبول کې د غړیو هیوادونو ترمنځه په منظمه توګه د ښځینه کنفرانسونو جوړول، دریم د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو ترمنځه د ناورینونو پر مهال د سرې میاشتې د ګډ ساختار جوړول او څلورم د نړۍوالو اقتصادي چارو د ښه پرمختګ د غړیو هیوادونو ترمنځه په استانبول کې د تحکیم د ادارې جوړل.

د خبرترک ورځپاڼې ً په واتیکان د داعش د بریدونو په اړه خبرداری ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې چې په نړۍواله کچه د ترهګریزو فعالتیونو د افشا کولو په خاطر کار کوي د کاتولیکو مسیحیانو په مرکز واتیکان د داعش ترهګرې ډلې لخوا د بریدونو د ترسره کیدو په اړه ځیني راپورونه ترلاسه کړي وو. د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې سمدلاسه ترلاسه کړي استخبارات د واتیکان سره شریک کړل. همداشان د داعش لخوا د جرمني په پلازمینې برلین د برید په اړه هم استخبارات ترلاسه شوي دي.

د صباح ورځپاڼې ً د ترک عرب غونډه جوړیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي استانبول د اپریل په ۲۳ مه نیټه د دوو ورځو لپاره د غیرې منقول اموالو د لسم نندارتون او عرب ترک غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي. د ویلو ده چې د استانبول د غیرې منقول اموالو نندارتون چې په د تیرو لسو کلونو راهیسې هر کال په منظم ډول جوړیږي تمه کیږي چې څه باندې ۵۲ نړۍوال شرکتونه به پکې ګډون وکړي.

په خبر کې راغلي دي چې عربانو پدې وروستیو کلونو کې په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو په برخه کې پانګه اچونې ته مخه کړې ده . د استانبول د غیرې منقول اموالو د تیر کال په نندارتون کې د یاد شوي سکتور ۱۲ زره ۴۷۸ استازو ګډون کړی وو.

همداشان پدې نندارتون او سرمشریزه کې د ترکیې او عربي نړۍ کې د غیرې منقول اموالو په فرصتونو او هدفونو خبرې کیږي.

د ینې شفق ورځپاڼې ً ترکیې خپله ډاډمنتیا د پانګه اچونو سره ښودلې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جاپان د میتسوبیشي الکترونیک کمپنۍ د ترکیې د مانیسا په ولایت کې د ۱۷۶ میلیونو ترکي لیرو په ارزښت د کوچینو ایرکنډیشنونو تولید د فابریکې په جوړولو پیل کړی دی . د یادې شوې کمپنۍ د ترکیې د څانګې ریس خبري رسنیو ته وویل چې ترکیه د پانګه اچونې په خاطر تر ټولو ډاډمن هیواد دی. هغه ویلي دي پوره باور لري چې ترکیه د مهم جیو پولتیک موقعیت ، ځوان نفوس او د ودې پوتانشیل سره د ټولو لپاره یو ډیر ښه ګټور هیواد دی. د میسوبیشي کمپنۍ په پام کې لري چې ترکیې سره چې د اقتصادي ودې په برخه کې ستر هدفونه لري د تکنالوژۍ په برخه کې مرسته وکړي. هغه وویل چې ددې فابریکې د جوړولو سره به ترکیه ددوی لپاره د تولیداتو په یو مهم مرکز بدل شي.

د سټار ورځپاڼې ً د ځوانۍ د راض په لټه کې نامتو ترک ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په امریکا کې د بیوتکنالوژۍ د یو نامتو شرکت خاوند په خټه ترک عثمان کیبار د فوربیس په د اقتصادي مجلې د مې د میاشتې د لسمې نیټې د ګڼې مهمه مسله تشکیلوي.

د فوریس مجلې د مې د میاشتې د لسمې نیټې د ګڼې لویه برخه کې نوموړي ته ځانګړې کړې ده . دې مجلې ً ایا دا سړی به د زړښت لپاره چاره پیدا کړي ؟ د سرلیک لاندې یوه مقاله هم خپروي.

په خبر کې راغلي دي چې په امریکا کې د ۱۲ میلیاردو ډالرو د ارزښت یو شرکت خاوند کیبار د زړښت د مخنیوي او د ځوانۍ د راض د موندولو په لټه کې دی.


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه