د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

470189
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د صباح ورځپاڼې ً د پیسو نړۍوال صندوق د ترکیې د اقتصادي ودې د آټکل کچه لوړه کړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د پیسو نړۍوال صندوق چې په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې اقتصادي وده ۳عشاریه ۲ سلنه اټکل کړې وه خپل اټکل يي ۳ عشاریه ۸ سلنې ته لوړ کړ. پيسو نړۍوال صندوق ویلي دي چې په ترکیه کې د حکومت لخوا د کارګرانو حل اقل تنخواګانې د ۱۳۰۰ ترکي لیرو ته د لوړولو او د نفتو د بیې راټیټوالی او په اروپا کې د اقتصاد ښه کیدل به د ترکیې په اقتصاد مثبتې اغیزې وکړي. د یادولو وړ ده چې ترکیې په ۲۰۱۵ کال کې د ۴ سلنې اقتصادي ودې سره د ټولو اټکلونو نه خپه اړولې وه.

د ینې شفق ورځپاڼې ً ترکیه د مسلمان ګرځندویانو تر ټولو زیات د خوښې دریم هیواد دی ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ګلوبل مسلم ټریول اندکس ۲۰۱۶ کال د راپور له مخې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د ټولو غړیو ترمنځه ترکیه د سیاحت او ګرځندیو په برخه کې د لسو مهمو ادرسونو نه یو دی. پدې راپور کې چې د ګرځندوی په برخه کې یو زیات شمیر اسلامي اساسات په نظر کې نیول شوي دي او ارزول شوي دي ترکیې د ۷۳ عشاریه ۹ لمبرو د ترلاسه کولو سره په دریم کتار کې ځای نیولی دی . همداشان پدې لست کې مالیزیا د ۸۱ عشاریه ۹ لمبرو سره په لومړني کتار او متحده عربي اماراتو د ۷۴ عشاریه ۷ لمبرو په ترلاسه کولو سره دویم کتار کې ځای نیولی دی . د بله پلوه د اسلامي اقتصاد د راپور له مخې ترکیه په کال کې په خوراکي توکو د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په مصرفولو سره دویم هیواد دی.

د سټار ورځپاڼې ً اسراییلو په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ترکیې نه تازه ترکاري وارده کړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه چې په کال کې د ۴۵ میلیونه ټنه تازه ترکارۍ د تولیداتو سره د نړۍ په بازارونو کې ځانګړی ځای لري د اسراییلو لخوا هم ورته د ترکارۍ په برخه کې سپارښتنې شوي دي. اسراییلو په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ترکیې نه تازه ترکاري وارده کړه. اسراییل چې د کرنۍ لپاره کافي زراعتي مځکه په اختیار کې نلري په پام کې لري چې ۴۰ سلنه د ترکارۍ اړتیا د ترکیې څخه پوره کړي.

اسراییلو د نږدې څلورو میاشتو راهیسې د ترکیې په ځانګړې توګه د یو زیات شمیر ډولونو مرچو، رومیانو او نورو ترکارۍ په رانیولو پیل کړی دی .

د حرییت ورځپاڼې ً د استانبول د جاز د فیستیوال ټکټونه پلورلو ته وړاندې کیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د ۲۳ م جاز فیستیوال ټکټونه د اپریل په ۱۶مه نیټه پلورلو ته وړاندې کیږي. دا فیستیوال چې د جون د ۲۷ او جولای د میاشتو تر ۲۳مې نیټو ترمنځه جوړیږي د نړۍ نامتو څیرې به پکې خپلو مینه والو ته کنسرتونه اجرا کړي.

همداشان ددې فیستیوال په چوکاټ کې به د استانبول د اناطولیا په برخه کې په پارکونو کې وړیا کنسرتونه او د شپې میلې هم جوړې شي.



اړوند خبرونه