د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

469597
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د وطن ورځپاڼې ً شیطاني پلانونه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د پې کاکا ترهګرې ډلې د هیواد په سویل ختیځو ولایتونو د شرناک په مرکز جیزره، ادیل، سیلوپي ولسوالیو او د ماردین ولایت د نوسای بین، دار ګیچیت او دیریک، دیارباقر ولایت سور ولسوالۍ، حکاري ولایت یوقسک قوا په ولسوالیو کې شیطاني پلانونو او بریدونو ته دوام ورکوي. په خبر کې راغلي دي چې د هیواد امنیتي ځواکونه د پې ترهګرې ډلې د شیطاني پلانونو سره مبارزه کوي. د پې کاکا ترهګره ډله په یادو شوو ولایتونو او ولسوالیو کې د قرانکریم نه نیولې تر ماشومانو په کتابونو ، د لولو په پارکونو او سامانونو، دروازو، زانګوګانو، دیګ او کاسو او مځکې لاندې او د اوبو د ډندونو په ګډون په هره سیمه کې بمونه ځای په ځای کوي او ملکي او امنیتي ځواکونو ته خنډونه جوړوي.

د خبرترک ورځپاڼې ً په پولو کې د ماینونو د پاکولو په خاطر اورپايي ټولنې ۸۰ میلیونه ایرو مرسته وکړه ًد سرلیک لاندې لیکلي دي اروپايي ټولنې د ترکیې په ختیځ او سویل ختیځو سیمو پولې د ماینونو نه د پاکولو په خاطر مرسته وکړه. پدې موخه په جوړو شوو پروژو کې ترکیه د ایران او ارمنستان سره په پولو کې د ماین پاکۍ فعالیتونه د اپریل د میاشتې په وروستیو کې رسمآ پیلوي. دا پروژه د ۲۰۱۷ کال تر دسمبر میاشتې دوام وکړي.

ترکیه به سیمه د ماینونو نه د پاکولو نه وروسته په سیمه کې رادار او امنیتي کمرې ځای په ځای کړي. ویل کیږي پدې سیمو کې د ماینونو د پاکولو په خاطر جمعآ ۱۰۶ میلیونه ایرو بودیجه ځانګړې شوې ده چې ۸۰ میلیونه ایرو د اروپايي ټولنې لخوا مرسته شوې ده .

د حرییت ورځپاڼې ً ترکیې د جرمني د دولتي تلویزیون د ویاند نه په رسمي توګه شکایت وکړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني د ماینز د ښار څارنوالۍ ویلي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ZDF تلویزیون د ویاند نه د جرمني د جزا قانون د ۱۸۵یمې مادې په اساس لوړپوړي دولتي چارواکي ته د سپکاوي له امله په رسمي توګه شکایت کړی دی او شکایت عریضه يي څارنوالۍ ته رارسیدلې ده .

په څرګندونو کې راغلي دي چې د شکایت عریضه په نوموړي هیواد کې د یو تن مدافع وکیل د دفتر لخوا څارنوالۍ ته تسلیم شوې ده . د ویول ده چې د جرمني د ZDF تلویزیون ویاند جان بوهمیرمن د روان میلادي کال د مارچ په ۳۱مه نیټه ( نیو رویل) په نامه په خپرونه کې ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي ډک یو شعر ولوست.

د نوموړې خپرونې د ویاند لخوا ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي نه وروسته په جرمني او ترکیې کې ترکانو سخت غبرګون څرګند کړ.

ترکېې ددینه وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته د یو یاداشت په استولو سره د نوموړي هیواد د جزا قانون د ۱۰۳یمې او ۱۸۵یمو مادو له له مخې د بهرني هیواد لوړپوړي دولتي چارواکي ته د سپکاوي کولو له امله د ZDF تلویزیون د ویاند پر خلاف د څیړونو د پیلولو غوښتنه کړې وه.

د جرمني د جزا قانون د ۱۸۵ یمې مادې له امله د بهرني هیواد جګپوړي چارواکي ته سپکاوی تر ۳ کلونو پورې حپس لري. که چیرې دا ثابته شي چې دا سپکاوی په قصدي ډول شوی وي جزا يي تر ۵ کلونو پورې لوړیږي.

د ینې شفق ورځپاڼې ً امریکا په پټه د داعش سره لیدنه کړې ً د سرلیک لاندی لیکلي دي امریکا متحده ایالتونو چې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په خاطر څه باندې ۴۰۰ تنه سرتیري عراق ته استولي دي د داعش ترهګرې ډلې دننه د بعس د پخوانیو قومندانانو سره لیدنه کړې ده . عراقي سرچینو ویلي دي چې د امریکا د استخباراتو ۷ تنو غړیو د داعش ترهګرې ډلې د دویم لوړ پوړي چارواکي ابو احمد الاواني سره لیدنه کړې ده . عراقي سرچینو ویلي دي چې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې داعش پر وړاندې بل ډول چلند غوره کړې دی. امریکا په پام کې لري چې داعش ترهګره ډله وویشي او پدې ډول دا ډله ضعیفه کړي.



اړوند خبرونه