د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

462671
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د وطن ورځپاڼې ً د پې کاکا حقیقې څیره وګورئ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پې کاکا او داعش ترهګرې ډلو پر خلاف د مبارزې په برخه کې د اروپا او امریکا په دریځ د نیوکې سره وویل چې ترکیه د پې کاکا او داعش په برخه کې صبر کاسه نسکوره شوې ده . د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اټومي امنیت په سرمشریزه کې د ګډون په موخه واشنګټن ته سفر کړی دی تیره ورځ په دیارباقر ولایت کې په پولیسو د خونړي برید نه وروسته وویل چې امریکا ، اروپا او ټوله نړۍ باید د پې کاکا ترهګرې ډلې اصلي څیره وویني. ولسمشر اردوغان زیاته کړه دا چې په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګه د خپلو ګټو په خاطر د داعش پر خلاف مبارزه کوي نړۍ د ښه او بد ترهګر لوبه کوي. د پې کاکا ترهګرو ډلې په جنایتونو سترګو پټوي. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې د نامتو سوداګر او شخصیت اوزدیمیر سبانجي قاتلین په بروکسل کې په ازاده توګه ګرځي. ترکیې څو ځله ترینه ددې قاتلین د اعادې غوښتنه وکړه خو هغه تر اوسه پورې دا کسان مونږ ته ندي سپارلي. هغه زیاته کړه چې بلجیم د ازادۍ په بهانه زمونږ غوښتنې ردوي. زه پوښتنه کوم چې ایا ترهګرو ته ازادۍ قاعده شتون لري؟

د سټار ورځپاڼې ً ترکیې لومړنی پرته د چلوونکي موټر جوړ کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د توفاش کمپنۍ لومړنی پرته د چلوونکي موټر جوړ او وازمایه. ویل کیږي دا په اصل کې د تکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې د ترکیې د هلو ځلو ثمره ده . د توفاش کمپنۍ پرته د چلوونکي موټر جوړولو په پروژې په ۲۰۱۳ کال کې پیل کړی وو.

نوموړې کمپنۍ لومړی د ترکیې د بورسا په ښار کې د موټر په فابریکه کې د سیمیولیټر ازمایښتونو مرکز جوړ کړ. وروسته يي د یو دوبلو موټر په تولبکس کې پرته د چلوونکي د موټر د حرکت او ادارې مرکز په خاطر کمرې او کمپیوټرې ځای په ځای کړې. د حرکت او ادارې د مرکز د جوړولو نه وروسته د جي پي اس سیستم ځای په ځای کړ. ویل کیږي لومړني ازمایښتونه په بریالیتوب سره سرته رسول شوي دي.

د خبرترک ورځپاڼې ً امریکا په ترکیه کې پانګه اچونې لپاره تیاري وښوده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اټومي امنیت په سرمشریزه کې د ګډون په خاطر امریکا ته سفر کړی په واشنګټن کې د امریکايي سوداګرو سره لیدنه وکړه او هغوې ته يي په ترکیه کې د پانګه اچونې بلنه ورکړه.

په همدې چوکاټ کې د امریکا د واشنګټن هوس الکتریک کمپنۍ مشر داني رودریک وویل چې د خپل چینايي شریک سره په ګډه په ترکیه کې د اټومي انرژۍ دریم سنټرال جوړولو په برخه کې پانګه اچونې ته تیار یو. هغه په ترکیه کې د شلو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګه اچونې ته تیاري وښوده.

د ینې شفق ورځپاڼې ً ترکیه تر ټولو په چټکه توګه پرمختګ کوونکی ۴م اقتصادي هیواد شو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي تیر کال په ترکیه کې د دوو ټولټاکنو سره سره د کال په څلورمه ربع کې ۵ عشاریه ۷ سلنه اقتصادي پرمختګ وکړ. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه ددې اقتصادي پرمختګ سره د جي شل د ډلې د هیوادونو په کتار کې تر ټولو په چټکه د اقتصادي ودې خاوند ۴ م هیواد شو.



اړوند خبرونه