د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

458043
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د سټار ورځپاڼې ً بلجیم ترهګر نه اعاده کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي بلجیم چې تیرې سې شنبې په ورځ د داعش د پراخو ترهګریو بریدونو سره ولړزید ترکیې ته د هغه ترهګرو چې د کلونو کلونو راهیسي لټول کیږي د اعاده کولو نه ډډه کوي. بلجیم د ترهګرۍ او ترهګرو پر وړاندې تر ننه پورې د ترکیې هیڅکومې غوښتنې او وړاندیز ته مثبت ځواب ندی ورکړی. ترکیې د نامتو سوداګر ثاقب سبانجي د وژلو په تور د تورنې فخریه ایردال او د پې کاکا ترهګرې ډلې د اروپا مشر زبیر ایدر په ګډون د ۳۰ تنه ترهګرو دوی ته د سپارولو په خاطر د بلجیم نه غوښتنه وکړه خو له بده مرغه چې بلجیم هر څل دا غوښتنه رد کړې ده .

د صباح ورځپاڼې ً بهرنیان د غیرې منقول اموالو د رانیولو په برخه کې ترکیې ته ترجیح ورکوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه چې په نړۍ کې د غیرې منقول اموالو په سکتور کې په لومړني کتار کې ځای لري دا ځل د غیرمنقول اموالو د نړۍوال نندارتون کوربه توب کوي. ترکیه د غیرې منقول اموالو د نامتو د سیټي سکاپ په نامه د نندارتون کوربه توب کوي. د نړۍ د ۵۹ هیوادونو نه د ۱۵۰۰ تنو بهرنیانو په ګډون ۳۳۰۰ تنو پدې ننداتون کې د ګډون په خاطر ځانونه ثبت کړي دي. پدې نندارتون کې د نړۍ د ۷ مهمو هیوادونو ساختماني او د غیرې منقول اموالو مهمو شرکتونو د ساختمانۍ په برخه کې پرمختللي کورونه او جاذب فرصتونه نندارې ته وړاندې کړي دي. دا نندارتون په استانبول کې جوړ شوی دی . په ننداتون کې په ترکیه کې د سمندر د غاړې د سیمو کورونه د بهرنیانو لپاره تر ټول جاذب کورونه دي. پدې نندارتون کې د عربي هیوادونو نه راغلو پانګه والو تر ټولو زیات د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې کورونه رانیولي دي.

د خبرترک ورځپاڼې ً استانبول دویم مقام خپل کړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ټرپ اډوایزر په نامه د سیاحت نړۍوالې پاڼې په نړۍ کې د هغو لسو ښارونو لست خپور کړ چې د ګرځندویانو تر ټولو زیات د خوښې وړ ګرځي. پدې لست کې لومړنی د انګلستان پلازمینه لندن ښار دی او په دویم کتار کې بیا استانبول ځای نیولی دی. پدې لست کې په اوسط ډول سره د هوټلونو بیه هم ټاکل شوې ده . په استانبول کې په اوسط ډول ۹۳ ډالره ښودل شوې ده چې د کمبوچیا نه وروسته د نړۍ تر ټولو ارزانه دویم هوټلونه ټاکل شوي دي. په نوموړې لست کې ویل شوي دي چې استانبول هغه ښار دی چې په نړۍ کې میلیونونو تنه ددې ښار د لیدو هیله لري.

د ینې شفق ورځپاڼې ً په لندن کې د اسلامي اثارو موزیم ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د لندن بونهامز په موزیم کې د اپریل په ۱۹ مه نیټه د اسلامي او هندي اثار نندارې ته وړاندې کیږي. په خبر کې راغلي دي چې پدې موزیم کې به د نادیده هندارو، مرمر، خط، میناتوري، هیکلونو، غالیو او جامو په ګډون ۳۱۵ تاریخي اثار خرڅلاو ته هم وړاندې شي.

پدې اثارو کې ډیر مهم اسلامي اثار هم خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د کوچوک پرنس د خصوصي لیسې دوو تنو زده کوونکو په تونس کې جوړ شوي د علم او ټکنالوژۍ په نړۍوال نندارتون کې د سروزرو مډالونه وګټل. په خبر کې راغلي دي چې د ترکي زده کوونکو د نندارتون په چوکاټ کې په جوړه شوې سیالۍ کې د ګازو د نوري سانسور د پروژې سره ګډون کړی وو چې لومړی مقام يي خپل کړ.


پيوندونه: #ترکیه , #مطبوعات

اړوند خبرونه