د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

453141
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د حرییت ورځپاڼې ً په چناک کلا کې د شهیدانو قبرونه وموندل شول ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه نن د چناک کلا د ستر بري د ۱۰۱ مې کلیزې نه د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځه کوي. په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې په ټول هیواد کې د نوموړې ورځې د لمانځنې په خاطر پراخه لمانځغونډې جوړیږي د چنه کلا د جګړې پر مهال د ۱۶ مې قول اردو او روغتون په سیمه کې د شهیدانو نوي قبرونه وموندل شول. ویل کیږي ددې شهید شوو سرتیرو مړي یوه پیړۍ وروسته وموندل شول. د یادولو وړ ده چې د چناک کلا د دیرین تپه په سیمه کې د ۶۰۰ سرتیرو اړوند یو ټولیز قبر وموندل شو.

د سټار ورځپاڼې ً ترهګرو پر ضد ترکیې ته بهرنۍ پانګه راروانه ده ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیه پدې وروستیو کې د رامنځته شوو ترهګریو پیښو سره سره د بهرنیو پانګه والو لپاره تر ټولو باامن هیواد دی. د نړۍ یو زیات شمیر مهم شرکتونو په ترکیه کې د خپل فعالیت د ساحې د لا پراخولو پریکړه کړې ده . د نړۍ یو زیات شمیر نامتو شرکتونو د تیرو څو میاشتو راهیسې په ترکیه کې د موټر جوړولو، ساختماني برخو، ګرځندوی او ټرانسپورت په ګډون په یو زیات شمیر برخو کې د میلیاردونو ډالرو د پانګه اچونې پریکړه کړې ده .

د خبرترک ورځپاڼې ً د فرانسې د درملو نامتو شرکت خپل تولیدات په ترکیه کې پیلوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د فرانسې د درملو نامتو شرکت سرویر په لویدیځه اروپا کې خپلو فابریکو یوه برخه ترکیې ته د راانتقالولو پریکړه وکړه. د یادولو وړ ده چې یاد شوي فرانسوي شرکت په ۲۰۱۴ کال کې خپل کلني عواید ۴ میلیاردو ډالرو ته رسولي دي. نوموړی شرکت په نړۍ کې د درملو د تولیداتو په برخه کې لویو شرکتونو او د فرانسې په کچه دویم لوی شرکت دی.

د صباح ورځپاڼې ً په استانبول کې کتابتوب او په قونیه کې د مولویانو مرکز جوړیږي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر ماهر اونال په استانبول کې د یو ډیر لوی کتابتوب او په قونیې ولایت کې د مولویانو د لوی مرکز د جوړولو زیری ورکړ.

وزیر وویل چې په استانبول کې دا لوی کتابتوب به د رامي په نامه په قشله کې چې د بیارغونې چارې دوام لري جوړ کړي. هغه وویل چې دا کتابتون به د ترکیې تر ټولو لوی کتابتون وي او لس میلیونه جلده کتابونه به ولري. هغه وویل چې په قونیې ښار کې به د مولانا جلال الدین بلخي د شب عروس او نورو مراسمو په خاطر یو ډیر لوی مرکز جوړ کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې لیکلي دي د هیواد د اوردو ګریسون هوايي دګر چې د تیر کال د مې به میاشت کې په فعالیت پیل وکړ نړۍوالو الوتنو ته تیاری نیسي.

تمه کیږي چې ددې هوايي ډګر نه د جرمني د کولن او اتریش ګرازا ښارونو ته الوتنې پيل شي. د اوردو د ولایت ښاروال وویل چې پدې اړه يي په اقداماتو پيل کړی دی . هغه وویل چې د جرمني د کولن او اتریش د ګرازا ښارونه تر ټولو زیات د ترکانو کوربه توب کوي. هغه وویل چې په هوايي ډګر کې د ګمرک د جوړولو چارې په چټکۍ سره دوام لري .

هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې په ۵۵ ملکي هوایي ډګرونو کې ۲۱ ګمرکونه لري چې ۲۲م به يي د اوردو ګریسون په هوايي دګر کې جوړ کړی شي.


پيوندونه: #ترکیه , #مطبوعات

اړوند خبرونه