د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

452682
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د حرییت ورځپاڼې ً شرم وکړئ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي پداسې حال کې چې د ترکیې په پارلمان کې د خلکو د دیموکراسۍ د ګوند د د غړې توبا حزر د فبروري په ۱۷ نیټه په انقره کې د ځانمرګي برید د برید کوونکي په فاتحه کې د ګډون له امله سختې نیوکې دوام لري داځل په پارلمان کې د یاد شوي ګوند دوو تنو نورو غړیو محمد علي ارسلان او بسیمه کونجه په دیار باقر کې د امنتیي ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شوي ترهګر په جنازه کې ګډون وکړ. نوموړو د ترهګر په جنازه کې وویل چې ستا لار تعقیبو. د ترهګر په جنازه کې ددې ګډون او پارونکو څرګندونو په ترکیه کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

د صباح ورځپاڼې ً د پي وای ډي ترهګري سازمان تروریستي ډله له منځه یوړل شوه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د دیارباقر ولایت د سور په ولسوالۍ کې د عملیاتو د پایته رسیدو نه وروسته په ترسره شوو څیړونو کې د پې کاکا او وای پي ډي ترهګرو ډلو ترمنځه د همکارۍ په اړه ډیر مهم اسناد او شواهد ترلاسه شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې په سور ولسوالۍ کې د وژل شوو ۳۰۱ تنو ترهګرو نه ۲۷ تنه د سوریې په شمال کې د فعالیت کوونکي وای پي ډي ترهګري سازمان د د ترور ډله وه. همداشان دا کسان ټول نښه ویشتونکي ول چې په سیمه کې د پې کاکا ترهګرو ته د بمونو د جوړولو د روزنې دنده هم په غاړه درلوده.

د ینې شفق ورځپاڼې ً پوتین په اسد کرښه راښکله ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د انګلستان د انډیپنډینت ورځپاڼې د لویدیځوالو ډيپلوماټانو له قوله خبر ورکړی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په ولسمشر بشار اسد کرښه راښکله . په خبر کې راغلي دي چې د روسیې لخوا د سوریې نه د یوې برخې ځواکونو د ویستو پریکړې د ټولو سره ډول ډول پوښتنې پیدا کړي دي. په خبر کې راغلي دي لویدیځوال ډیپلوماټان پدې اند دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په ولسمشر بشار اسد کرښه راښکله. د بشار اسد پر وړاندې د پوتین په دریځ کې ژور بدلون راغلی دی . په خبر کې راغلي دي چې په جینیوا کې د انډیپنډینټ د ورځپاڼې خبریالې لاورا پيتیل په خپل راپور کې ویل دي چې پوتین په یو ناڅاپي ډول سره په سوریه کې خپل عسکري ماموریت د پایته رسولو پریکړه وکړه او وویل چې زمونږ ماموریت په بریالیتوب سره پایته رسیدلی دی . د بله پلوه یو لویدیځوال ډیپلوماټ چې د نوم اخیستو نه يي ډډه شوې ویلي دي چې د پوتین دا پریکړه ددې ښکارندويي کوي چې هغه په دومداره توګه د اسد نه ملاتړ نکوي. هغه ویلي دي چې روسیه هم پدې پوه شوې چې اسد په اصل کې یو بې استقراره ځواک دی. که چیرې په سوریه کې کومه موقته اداره جوړیږي پدې اداره کې به اسد ته ځای نوي. د بله پلوه ځیني لویدیځوال پدې اند دي چې روسیه د سوریې نه د خپلو یو اندازه ځواکونو د ویستو سره به هوايي بریدونو ته زور ورته کړي.

د سټار ورځپاڼې ً د ترکیې د موبل فرنیچر سکتور په چین کې په ننداتون کې ګډون کوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د موبل فرنیچر یو زیات شمیر شرکتونه په چین کې جوړیدونکی د موبل فرنیچر په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تیاری نیسي. په خبر کې راغلي دي چې پدې نندارتون کې ۴ زره متر معکب سیمه د ترکیې د موبل فرنیچر شرکتونو ته ځانګړې شوې ده . دا نندارتون د مارچ به ۱۸ مه نیټه پیلیږي او تر ۲۱مې نیټې به دوام وکړي. نندارتون د چین د ګوانګ ژو په ښار کې جوړیږي.

د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي چین د امریکا متحده ایالتونو د هوايي او فضايي چارو د ملي ادارې ناسا لخوا د جوړ شوي حوبل په نامه د تیلسکوب نه ۳۰۰ ځله د قوي یو تیلسکوب به جوړولو پیل کړی دی . چین ویلي دي چې ددې تیلسکوب نه به د تورتم انرژۍ، تورتم مادو او سیارو د څیړونو په برخه کې کار واخلي. تمه کیږي چې دا تیلسکوب د نړۍ هغه برخه چې لیدل کیږي ۴۰ سلنه يي په لسو کلونو کې د څیړولو ظرفیت ولري.



اړوند خبرونه