د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

444517
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه


د خبر ترك ورځپاڼې ليكلي دي چې د تركيې په سوېل كې د سوريې سره پولې ته څېرمه كوچنى ښارګوټى كيليس چې د خپلو نفوسو په پرتله ۱۰ برابره سوري كډوال هم په كې ژوند كوي د ښځو د نړيوالو ورځې په مناسبت ځانګړى پلان لري. د كيليس ښار چې د مېلمه پالنې او نېك نيت له امله د نړۍ د نوبل جايزې ته هم كانديد دى د ښځو د نړيوالو ورځې په مناسبت د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا مېركل ته بلنه وركړه تر څو د ښار نه ليدنه وكړي. ددې ښار ګوټي څه كم ۳ زره تركي او سوري ښځو د مېركل ته د ۱۹ متره په اوږدوالي او ۱ نيم متر سور سره يو بلنليك لاسليك او ولېږلو. د كيليس ښاروال وويل چې تمه كيږي چې دا د نړۍ د تر ټولو لوى بلنليك په توګه د ګېنس د ريكارډونو په كتاب كې ثبت شي.

د سټار ورځپاڼې`` د دواړو نه يو يې ولسشمر دى.`` تر سرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې د امريكا په متحده ايالتونو كې د ولسمشرۍ د مقدماتي ټاكنو پر مهال د جمهوري غوښتونكو او ديموكراتانو د ګوندونو د دوو مخكښو استازو په اړه معلومات وړاندې كوي. په خبر كې راغلي دي چې پرون د سې شنبې په ورځ د امريكا په لسو ايالتونو كې د مقدماتي ټاكنو پرمهال د ديموكرات ګوند نه هيلاري كلنټن او د جمهوري غوښتونكي ګوند نه نامتو ميلياردر ډانل ټرامپ تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې. په دې اساس به د همدې كال د نوامبر په ټاكنو كې ددې دواړو ګوندونو د نوماندو نه يو تن يې د ولسمشر په توګه وټاكل شي.

د حريت ورځپاڼې خبر وركړى دى چې په جاپان كې يوې محكمې د نړۍ د نامټو انټرنيټي پاڼې ګوګل په حق كې حكم كړى دى چې د هغه مدعي په اړه خپل ټول معلومات پاك كړي چې غواړي په خپله ژوند كې نوې پاڼه پرانيزي. ورځپاڼې ليكلي دي چې دا شخص غواړي چې د د ګوګل نه د `ځان د هېرولو` د حق په رڼا كې وغواړي چې د پخواني ژوند ټولې خاطرې يې له انټرنېټه پاكې كړي. جاپاني خبري رسنيو څرګنده كړه چې دا لومړى ځل دى چې يوه محكمه د ګوګل نه داسې غوښتنه كوي. كه چېرې دا حكم عملي شي نو هر څوك كولاى شي چې د ځان په اړه خپل تير شوي ټول معلومات پاك كړي. همداراز خپل شخصي معلومات هم له انټرنېټه پاك كړي.

د وطن ورځپانې پخپله روغتيايي پاڼه كې خبر وركړى دى چې د سرطاني ناروغيو د درملو د آزمايلو په موخه يوه دواطلبه ناروغه موندل شوې ده. ورځپاڼې ليكلي دي چې د انګلستان په بېكنهام په ښار كې يوه ۳۵ كلنه ښځه چې تېر كال د رحم په سرطان اخته شوې ده په داوطلبه توګه غوښتي دي چې هغه واكسين ورته زرق شي چې پخوا نه دي كارول شوي. په دې ډول به د سرطاني حجرو د لمنځه وړلو په موخه د واكسين اغېزمنتيا معلومه شي. كه چېرې دا واكسين بريالي شي نو په نړۍ كې به د سرطاني ناروغيو د درملنې په موخه لوى پرمختګ وشي.


پيوندونه: #واكسين , #محكمه

اړوند خبرونه