د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د هیواد ننیو ورځپاڼو ته لنډه کتنه

63567
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د هیواد ننیو ورځپاڼو ته لنډه کتنه
د ینې شفق ورځپاڼې ً په قفقاز کې ګډ نظر ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد ولسمشر عبدالله ګل د ګرجستان په پلازمینه تیفلیس کې جوړه شوې د ترکیې ، ګرجستان او اذربایجان ترمنځه د درې اړخیزې سرمشریزې په پرانیست وینا کې وویل چې د قفقاز د سیمو په اړه درې واړه هیوادونه ګډه نظریه لري.
ولسمشر ګل وویل چې موږ د قفقاز په سیمه کې لوړ لوړ دیوارونه او خنډونه لرې او پر ځای مو د همکارۍ زمینه برابره کړه .
د سټار ورځپاڼې ً ټول به لاړ شي اخوان به په خپل ځای پاتې شي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په مصر کې د ولسمشرۍ موناند او د دفاع پخواني وزیر عبدالفتاح السیسي وړمه ورځ د مصر د یو تلویزیون سره په مرکه کې وویل تر کومه چې دا وي اخوان المسلمین به ختم کړي . ورځپاڼې لیکلي دي اخوان المسلمین سازمان د سیسي د نوموړو څرګندونو په ځواب کې وویل سیسي ته د هیواد لنډ تاریخ ته کتنه وکړي. د مصر یو زیات شمیر مشرانو چې د اخوان المسلمین د لمنځه وړو هڅه کړې ده خو نن ورځ هغوی نشته او اخوان المسلمین شتون لري. د ویلو ده چې اخوان المسلمین سازمان تر ننه پورې ډیرې زیاتې سختې او تنګې ګاللې دي چې دا به هم وګالي.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د سمندري ځواکونو جنګې بیړۍ چې د مارچ په ۱۷ مه نیټه د سویلي افریقا په لورې حرکت کړی وو د سویلي افریقا سواحلو ته رسیدلې ده . ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د سمندري ځواکونو جنګې بیړۍ چې د کپ ټاون په بندر کې لنګر اچولی دی ۱۴۸ کاله وروسته یو ځل بیا نوموړې سیمې ته تللې ده . ورځپاڼې لیکلي دي په یاده شوې سیمه کې په ۱۸۶۶ کلونو کې د عثماني امپراتورۍ اړوند ځواکونو دنده ترسره کړې وه چې دادې نن یو ځل بیا د ترکیې سمندري ځواکونه په سیمه کې دنده ترسره کوي.
د ملیت ورځپاڼې ً د قطر میترو ترکان جوړوي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې دوو لویو لویو ساختماني شرکتونو د قطر په پلازمینه دوحه کې د میترو پروژه په داوطلبې کې وګټله. ورځپاڼې لیکلي دي ترکیې شرکتونو دا پروژه چې ۴ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو په بدل کې ترلاسه کړه . ورځپاڼې لیکلي دي دا پروژه د قطر لخوا په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د نړۍوالو سیالیو د تیاریو په چوکاټ کې تر ټولو لویه پروژه ده. د ګولډ لاین په نامه د میترو دا پرژوه به د ۵۴ میاشتو په دننه کې بشپړه او د قطر هیواد ته به وسپارل شي.
د اکشام ورځپاڼې ً د جرمني په مرکزي بانک کې دوه تنه ترکي سلاکاران ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د اکبانک عمومي مدیره بانو اوزجان د جرمني هیواد د ایسن د ایالت د اقتصاد د وزارت په وړاندیز او د جرمني د مرکزي بانک د ریس په تایید د فرانکفورت ایسن د مرکزي بانک د ریس د سلاکارې په توګه ټاکل شوې ده .
ورځپاڼې لیکلي دي بانو اوزجان د یاد شوي مرکزي بانک د مشورتي بورډ د غړې په توګه هم ټاکل شوې ده . بانو اوزجان د ۳ کلونو لپاره پدې دنده ټاکل شوې ده . د ویلو ده چې د فرانکفورت ایسن د مرکزي بانک مشورتي بورډ ۱۴ تنه غړي لري چې دوه تنه يی ترکان دي.
د حرییت ورځپاڼې ً استانبول د نړۍ تر ټولو ۱۱ قیمتي ښار ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د انګلستان د ګارډین ورځپاڼې د طبعي ښکلا، چاپیریال، بڼسټیزو چارو، ټرانسپورت ، سوکالۍ او په ټولنیزه مډیا کې د شهرت له امله د نړۍ د ۵۶ ښارونو د ارزښت په اړه یو لست خپور کړ. ورځپاڼې لیکلي دي پدې لست کې استانبول په ۱۱ کتار کې ځای نیولی دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه