د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبرترک ورځپاڼې ً ولسمشر ګل ګرجستان ته لاړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد ولسمشر عبدالله ګل د ترکیې ، ګرجستان او اذربایجان په درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون په موخه ګرجستان ته سفر کړی دی .

62929
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د خبرترک ورځپاڼې ً ولسمشر ګل ګرجستان ته لاړ ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد ولسمشر عبدالله ګل د ترکیې ، ګرجستان او اذربایجان په درې اړخیزه سرمشریزه کې د ګډون په موخه ګرجستان ته سفر کړی دی . په خبر کې راغلي دي ولسمشر عبدالله ګل د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د ګرجستان پلازمینې تیفلیس ته د حرکت نه وړاندې خبریالانو ته وویل چې د غونډې او ګرجستان ته د سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم چې دم ګړۍ یو نیم میلیارده ډالره دی لا لوړول دي .
دینې شفق ورځپاڼې ً یونان ترکي وګړو ته په ویزه کې اسانتیاوې ته تیاری نیسي ً د سر لیک لاندې لیکلي دي د وینان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د ترکیې سره په کامله توګه د ویزې د لمنځه وړو په مسلې غور کوو. نوموړي وویل دم ګړۍ په پام کې لرو چې د ترکیې او یونان ترمنځه په ویزو کې اسانتیاوې رامنځته کړو.
د اکشام ورځپاڼې په خپله اقتصادي پاڼه کې لیکلي دي چې په انقره کې د بیلاروس سفیر اندریا سوینیخ د ایژې د سیمې د سوداګریزو خونو لخوا جوړه شوې د ترکیې – بیلاروس د پانګه والۍ او همکاریو په سیمینار کې وینا وکړه .

نوموړي په خپله وینا کې وویل چې ترکان به د جون د میاشتې د دویمې نیټې نه په اعتبار سره بیلاروس ته پرته د ویزې سفر کول پيل کړي . زه پوره باور لرم چې د ترکیې او بیلاروس ترمنځه په متقابله توګه د ویزو د لمنځه وړو تړون به د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریزې اړیکې لا پسې قوي کړي.

د ویلو ده چې د ترکیې او بیلاروس ترمنځه د ویزو د معافیت تړون چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د پراختیا په لاره کې ترینه د لوی ګام په توګه یادونه کیږي تیر کال لاسلیک شو.
د صباح ورځپاڼې ً د ساختماني سامان آلاتو نندارتو د ۳۷ م ځل لپاره پرانیستل شو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ساختماني سامان آلاتو ۳۷ نړۍوال نندارتون نن په استانبول کې خپلې دروازې پرانیستې .
ورځپاڼې لیکلي دي په نوموړي نندارتون کې د نړۍ د ۳۹ هیوادونو نه ۱۱۵۰ شرکتونو توکي په ننداره ایښودل شوي دي .
ویل کیږي نندارتون به د مې د میاشتې تر لسمې نیټې پرانیستی وي. تمه کیږي چې د نندارتون نه ۱۱۰ زره تنه نندارچیان ننداره وکړي.
د وطن ورځپاڼط ً بیلکنت او کوچ پوهنتونونه د نړۍ تر ټولو د ښو سلو پوهنتونونو په کتار کې شامل شول ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ټایمز عالي زده کړو د څیړنیز سازمان لخوا په شوو څیړونو کې معلومه شوې ده چې د ترکیې د بیلکنټ پوهنتون د نړۍ د تر ټولو په ښو سلو ځوانو پوهنتونونو کې په ۳۱ کتار کې ځای لري .

په خبر کې راغلي دي چې د بیلکنټ پوهنتون د تیر کال په پرتله ۸ پاټکي پرمختګ کړی دی او په ۳۱ کتار کي ځای نیولی دی . همداشان د نړۍ تر ټولو په شو سلو پوهنتونونو کې د ترکیې د کوچ پوهنتون هم ځای نیولی دی . د کوچ پوهنتون بیا پدې لست کې په ۴۱ کتار کې ځای لري .
د ملیت ورځپاڼې ً ګالاتا سرای اتلولي وګټله ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ګالاتا سرای د باسکتبال ښځینه لوبډلې د فنرباغچه د باسکتبال ښځینه لوبډلې ته په پایلوه به کې ۷۳ د ۵۴ پر وړاندې د ماتې ورکولو سره اتلولي ترلاسه کړه .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه