د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اذربایجان به د میړانتیا داستان لیکولو ته دواړم ورکړي.
ولسمشر اردوغان باکو کې د اذربایجان د ستر بري د لمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ
د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د اذربایجان خاوره د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو له امله په پلازمینه باکو کې ددې ستر بري د لمانځنۍ عسکري پریټ مراسم جوړ کړل.
پدې مراسمو کې د ترکیی ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او یو زیات شمیر نورو چارواکیو هم ګډون وکړ.
همداشان په عسکري پریټ کې د ترکیې ځانګړو ځواکونو هم برخه واخیسته. ولسمشر اردوغان چې د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف په رسمي بلنه تیره ورځ نوموړي هیواد ته سفر وکړ هلته په خپله وینا کې وویل چې د اذربایجان به ګران ورور الهام علي یف په مشرۍ د میړانتیا داستان لیکولو ته دوام ورکړي.
د اذربایجان خاوره د ارمنستان د اشغال نه ژغورل کیدل ددې مبارزې د پایته رسیدو په معنا نده.
د ترکیې په توګه د اذربایجان سره مو په اړیکو کې تل د ستر رهبر حیدر علي یف د دوو دولتونو یو ملت وینا شعار نیولی دی.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه " جنګي حقوق او انساني شرافت تر وروستۍ درجې د خپو لاندی دی. په هره مرجع کې ددې مسئلې پوښتنه او حساب پوښتل زمونږ د غاړې پور دی. ارمني مقاماتو د خلکو سرچینې او شتمني د اذربایجان خاورې د اشغال د دوام په خاطر په ډیره بې باکه توګه مصرف کړي دي. هغوي چې قره باغ ته د ورانۍ، قتل عامونو، اوښکو او خرابیو نه پرته بل څه ندي ورکړي ددې په هیله چې اوس يي عقل سرته راغلی وي. اوس باید د عقل سلیم نه کار واخلي. هغوې باید پدې ځان ښه پوه کړي چې د امپریالیستو د لمڅون سره هیڅ شی پرته د ناکامۍ نه نشي ترلاسه کولې. که چیرې د ارمنستان خلک د قره باغ د پيښو نه درس واخلي دا به پدې سیمه کې یو نوی پيل وي. "
ولسمشر اردوغان وویل تر کومه چې ترکیه او اذربایجان د یو بل ترڅنګ په ډیره قوي توګه دریدلي وي ټولې ستونزې او مشکلات به په ډیره اسانه توګه حل کړي او تل به د یو بري نه د بل بري په توګه پرمختګ کوي.
د بله پلوه د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې
" د وطن په خاطر د محاربې یا جګړې د پیلولو د لومړیو شیبو نه مو د ترکیې قوي ملاتړ احساس کړ. مونږ د ترکیې سره خپل یووالی او اتحاد خپلو خلکو او ټولې نړۍ ته ښکاره کوو. "
هغه وویل چې ارمنستان د اذربایجان د خلکو پر وړاندې جنګي جنایت ترسره کړی دی. اذربایجان خپل ارضي تمامیت د جګړې په میدان کې یو ځل بیا وګټه. اذربایجان ارمنستان پوځ په ګونډو کړ او خپل ارضي تمامیت يي وګټلو.
علي یف وویل چې قره باغ پرون هم د اذربایجان وو او نن مو یو ځل بیا نړۍ ته دا وښوده چې قره باغ د اذربایجان دی. ژوندی دې وي د ترکیې او اذربایجان دوستي.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه