د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د قره باغ په مسئله کې ارمنستان ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.

اذربایجان ارمنستان ته خبرداری ورکړ

1559265
د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د قره باغ په مسئله کې ارمنستان ته ډیر سخت خبرداری ورکړ.

 

د اذربایجان ولسمشر علي یف قره باغ ته د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر او هلته د ارمني مقاماتو سره د لیدنې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې دا سفرونه باید هر څه ژر ودرول شي.

هغه د ۲۰۲۰ کال د ارزونې په غونډه کې د هیواد د اقتصادي مسئولینو سره لیدنه وکړه.

هغه  قره باغ ته د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې د اذربایجان د اجازې پرته هیڅوک دلته د سفر حق نلري.

هغه وویل چې د هیڅ بهرني هیواد وګړی د اذربایجان د اجازې پرته  قره باغ ته سفر حق نلري او ددې مسئلې په اړه مونږ وار د مخه روسیې ته خبر ورکړی وو.

ددینه مخکې د فرانسې د پارلمان ځینې غړي هم د روسیې د عناصرو په اجازه سیمې ته تللي وو چې وروسته په باکو کې د فرانسې سفیر مو بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او اعتراض یاداشت ورته ورکړ شو.

هغه وویل چې مونږ به هیڅ کله پدې ډول مسئلو کې چپه خوله پاتې نشو.

هغه د ارمنستان د بهرنیو چارو په اړه د ډیر سخت غبرګون په ښودولو سره وویل چې

" ستا هلته څه کار دی؟ د قره باغ جګړه هیره نکړۍ. هغه اوسپنیز سوک هیڅوخت هیر نکړۍ. دا ډول سفرونه هر څه ژر ودروۍ. که چیرې ارمنستان دا ډول پارونکو اقداماتو ته دوام ورکړي نتیجه به يي ډیره بده وي. ډیر زیات به پښیمانه شي. مونږ ورته خبرداری ورکوو. د روسیې په منځګړتوب د اړیکو د عادي کولو په خاطر ځینې ګامونه اوچت شول، خو د ارمنستان نه پوښتنه کوو چې دې ډول تحریک امیزه ګامونو اوچتولو ته څه اړتیا ده. ایا تاسې غواړۍ چې مونږ تحریک کړۍ؟ د همدې امله باید هر څه ژر سیمې ته سفرونه ودروۍ. زمونږ د اجازې پرته د سور صلیب د نړۍوال سازمان د کارکوونکو نه پرته بل هیڅوک سیمې ته د سفر حق نلري."



اړوند خبرونه