اذربایجان د فرانسې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

اذربایجان د فرانسې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

1535420
اذربایجان د فرانسې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

اذربایجان د فرانسې د مشرانو جرګې لخوا تش په نامه د قره باغ جمهوریت د په رسمیت پیژندو اړوند طرحې د منلو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

اذربایجان فرانسې ته د اعتراض په توګه یاداشت ورکړ.

د اذربایجان په باکو کې د فرانسې سفیر زکریا ګراس د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او هغه ته يي د نوموړي هیواد د مشرانو جرګې لخوا تش په نامه د قره باغ جمهوریت د رسمیت پیژندو د طرحې په غبرګون کې د اعتراض په توګه یاداشت ورکړ.

د فرانسې سفیر وویل چې د اذربایجان دا اعتراض فرانسوي مقاماتو ته ورسوي.

د یادولو وړ ده چې د فرانسې د مشرانو جرګې دوه ورځې مخکې په قره باغ کې تش په نامه قره باغ جمهوریت د رسمیت پیژندو اړوند طرحه ومنله.

دې مسئلې د اذربایجان ډیر سخت غبرګون وپارو.

د ویلو ده چې د فرانسې د مشرانو جرګې دا بریکړه سمبولیکه بڼه لري.



اړوند خبرونه