د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف نن یو ځل بیا خپلو وګړو ته یو زیری ورکړ.

د اذربایجان پوځ ارمنستان ځواکونو ته یو بل ډیر ستر ګوزار ورکړ

1524513
د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف نن یو ځل بیا خپلو وګړو ته یو زیری ورکړ.

 

علي یف د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې د اذربایجان د وسله والو ځواکونو لخوا په قره باغ  کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ نور کلي د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو زیری ورکړ.

علي یف په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د اذربایجان مظفر پوځ د فضولي ښار اړوند د ګوبو په غرنیزه سیمه  د پیر احمدلي، بره یاغلي ویند، دیل اغرادا، سید محمودلو او ایلسګرلي او د خواجه ایلي ښار د دیمیرجي لر، چناقچي، مددکینت او سغناق، د خوجه ویند ښار اړوند د سوسانلیک، دومي، توغ، اق اقواو ازیخ، د جبرایل ښار د حسین لی لر، سویودلو او ښکته سیریک، د قوباتلي ښار د بره ملا، ښکته ملا او خوجیک، د زنګیلان ښار اړوند د کیجیک لي او اوردیکلي کلي د ارمنستان د اشغال نه وژغورل .

ژوندی دې وي اذربایجان پوځ او قره باغ د اذربایجان دی.

د ویلو ده چې د اذربایجان پوځ د روان کال د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ازادولو په خاطر د پیل کړو عملیاتو په لړ کې په قره باغ کې ۵ ستر ښارونه، درې ولسوالۍ او ۲۴۰ کلي د ارمنستان د اشغال نه ژغورلي دي.

د ویلو ده چې د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف تیره ورځ د قره باغ د زړه په توګه یادیدونکي د شوشا ښار د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو زیری ورکړ.



اړوند خبرونه