ارمنستان په اذربایحان کې پر ملکي وګړو د بریدونو سره جنګي او بشري جنایت ته دوام ورکوي

ارمنستان په اذربایجان کې پر ملکي وګړو او ملکي سیمو د بریدونو سره جنګي او بشري جنایتونو ته دوام ورکوي.

1518062
ارمنستان په اذربایحان کې پر ملکي وګړو د بریدونو سره جنګي او بشري جنایت ته دوام ورکوي

 

ارمنستان تیره ورځ یو ځل بیا په اذربایجان کې پر ملکي سیمو د توغندي د برید سره ستر قتل عام رامنځته کړ.

د اذربایجان لوی څارنوالۍ ویلي دي چې د سپټمبر د ۲۷ مو او اکتوبر تر ۲۹ مو نیټو ترمنځه د ارمنستان په بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیره څه کم ۵۰۰ تنو ته لوړه شوه.

پدې موده کې د ارمنستان په بریدونو کې ۹۰ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۹۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وژل شوو او ټپي شوو ملکي وګړو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

همداشان پدې موده کې د ارمنستان په بریدونو کې ۲۴۰۶ کورونو ، ۹۲ اپارتمانونو او ۴۲۳ دولتي ودانیو زیان لیدلی او له استفادې غورځیدلي دي.

ارمنستان د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې جنګي او بشري جنایتونو ته دوام ورکوي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف د پروني بریدونو نه وروسته وویل چې د ارمنستان نه به ددې بریدونو بدل د جګړې په ډګر کې واخلي.

همداشان اذربایجان پوځونو تیره ورځ راهیسې د ارمنستان د پوځ اړوند یو زیات شمیر موضعګانې، وسلو او مهماتو ډیپلوګان، ټانکونه ، توپونه او توغندیو دستګاوې له منځه وړي دي. همداشان ۱۳ نور کلي هم د ارمنستان د اشغال نه ژغورلي دي.

پدې سیمو کې ارمني ځواکونه خپلې وسلې او مهمات پریښي او تښتیدلي دي.



اړوند خبرونه