په روسیه کې یوې نقلیه الوتکې سقوط وکړ
په روسیه کې یوې ۱۱۲ وي ډوله نقلیه الوتکې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط وکړ.
الوتکه په مسکو کې لویدلې ده .
د متحد روسیې هوايي شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې یوې نقلیه الوتکې په پلازمینه مسکو کې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط کړی.
الوتکې د کیناستو پر مهال سقوط کړی دی.
د الوتکې د لویدو لامل معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
په الوتکه کې درې تنو شتون درلود چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.