د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو مشرانو په ویاړ میلمستیا جوړه کړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو مشرانو په ویاړ په استانبول کې د ( ساوارونا ) په نامه په ځانګړې کښتۍ کې میلمستیا جوړه کړه.

ولسمشر اردوغان پدې میلمستیا کې میلمنو ته د استانبول په اړه لنډ معلومات هم ورکړل .

ولسمشر اردوغان داسې وویل !

د قدر وړ او درنو دوستانو ، درنو ورورنو ، اغلو او ښاغلو !

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د مشرانو په ۱۳مه سرمشریزه کې تاسې سره په ګډه د استانبول تر ټولو په نامتو او د نادیده د فاسفورس په تنګناه کې د ماښام د ډوډۍ خوړل د خوښیو تر ټولو ستره خوښي ده.

لکه څرنګه چې ګورۍ ښي لوري ته مې اسیا او کین لوري ته مې اروپا قرار لري.

د دوو پلونو نه چې دا دوه قارې د یو بل سر نخلولي دي راتیر شو او اوس د دریم پل پر لورې روان یو. دریم پل چې ساختماني چارې دوام لري انشاالله چې د روان میلادي کال د اګست په ۲۶مه نیټه پرانیزو او په فعالیت به پيل وکړي.

پدې ډول اسیا او اروپا قارې د دریو پلونو سره د یو بل سره نخلوو. یواځې د دریم پل ځانګړتیا داده چې څلور د تګ او څلور د راتګ د موټرو کرښې او په منځ کې د ګرندي ریل ګاډي پټلۍ شتون لري.

همداشان د استانبول د فاسفورس تنګناه لاندې یعنې د سمندر په تل کې د مارمارای مترو شتون لري . د مارمارای مترو سیستم ۳ کاله د مخه په فعالیت پیل کړی دی او پدې درې کالو کې ۱۳۰ میلیونو تنو مساپرو ترینه استفاده کړې ده .