دې ښځې غل د خپل کار نه پښیمانه کړ
په امریکا کې یوې ښځې غل د خپلې غلا نه پښیمانه کړ. یوه میرمن چې د خپل موټر سره د تیلو پمپ ته ودریده او غوښتل يي چې په موټر کې تیل واچوي پدې وخت کې غل د بل موټر نه راښکته شو او غوښتل يي چې د فرصت نه په استفادې سره موټر وتښتوي خو د موټر خاوندې پداسې جرئت او جسارت سره د غل سره مبارزه وکړه چې غل په خپل کار پښیمانه شو او موټر يي پریښود او وتښتید.