اردوغان : اوزبیکستان چې د منځنۍ اسیا په زړه کې موقعیت لري، ارزښت یی ورځ په ورځ زیاتیږي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اوزبیکستان سیمه ایز او نړیوال ارزښت چې د منځنۍ اسیا په زړه کې موقعیت لري، ورځ په ورځ زیاتیږي.
![اردوغان : اوزبیکستان چې د منځنۍ اسیا په زړه کې موقعیت لري، ارزښت یی ورځ په ورځ زیاتیږي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e50b/a8a5/0b60/6662a0b005580.jpg?time=1722045081)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اوزبیکستان سیمه ایز او نړیوال ارزښت چې د منځنۍ اسیا په زړه کې موقعیت لري، ورځ په ورځ زیاتیږي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د اوزبیکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې پلازمینې انقرې ته راغلی دی د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
اردوغان د دې په څرګندولو سره چې د تورکیې او اوزبیکستان ترمنځه د سوداګرۍ، کرنې، ترانسپورت، انرژۍ، کلتور، ښوونې او روزنې او دفاعي صنایعو په برخو کې د همکاریو د لا پیاوړي کولو په موخه د کوټلو ګامونو پورته کولو په اړه خبرې وکړې. اردوغان وویل په یو زیات شمیر برخو کې تړونونه هم لاسلیک کړل.
اردوغان دې ته په اشارې سره چې دغه تړونونه به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو تنوع رامنځته کړي او د دې موافقتنامې اساس به پیاوړی کړي. هغه د اوزبیکستان سیمه ییز او نړیوال ارزښت ته په اشارې سره چې د منځنۍ اسیا په زړه کې پروت دی وویل، د نږدې ۳۷ میلیونه ځوان او متحرک نفوس په لرلو سره ددې هیواد ارزښت ورځ په ورځ زیاتیږي.
اردوغان په دې خبرې سره چې میلمه ولسمشر میرضیایف د نوي اوزبیکستان د بیا رغاونې د دریمې پروژې له لارې د خپل هیواد لپاره یو بل افق راښکاره کړ.
"هغه د انرژۍ څخه تر کرنې پورې په پراخو برخو کې د اقتصادي اصلاحاتو په پلي کولو سره اوزبیکستان د حسد وړ ټکي ته ورساوه. زه د زړه له کومي خپل ورور شوکت ته مبارکي وایم چې اوزبیکستان یې په لنډ وخت کې په یو مهم ځواک بدل کړ."
میرضیایف یادونه وکړه چې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ په تورکیه کې د خلکو د هوساینې، د هیواد د سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواک او ظرفیت د لوړولو او په نړیواله ټولنه کې د هغه د نفوذ د زیاتولو په خاطر ډیرې هڅې شوي دي او خوښي يي څرګنده کړه. هغه وویل چې په ټوله نړۍ کې د تورکیې په بریاوو ویاړو.
هغه د دې په بیانولو سره چې هغه له اردوغان سره چې هغه خپل هیواد ته بللی دی د مهمو سیمه ایزو مسلو په اړه د نظرونو تبادله وکړه. میرضیایف وویل چې دوی په نړیوال ډګر کې د یو بل ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان د تورکي د دولتونو د همکارۍ سازمان په څیر په پلاټ فارمونو کې به ژورې همکارۍ ته دوام ورکړي.