تورکیه : د شفاء روغتون انځورونه ددې شاهدي کوي چې اسرائیل په قصدي ډول فلسطیني ولس له منځه وړي

تورکیې ویلي دي چې د غزې د شفا روغتون انځورونه ددې شاهدي کوي چې اسرائیل په قصدي او سیستماتیک ډول د فلسطیني ولس تباه کول غواړي.

2123754

د تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: «په تیرو ۶ میاشتو کې د اسرائیلي چارواکو له خوا ترسره شوي جنایتونه د بشر په تاریخ کې تر ټولو ستر وحشت دی.» په بیان کې ویل شوي چې هر هغه چا چې دا جنایتونه کړي وي باید محاکمه شي او د هغو کسانو نومونه به په تاریخ کې په تور لست  ولیکل شي چې د دې جنایتونو په ترسره کولو کې یې سترګې پټې کړي دي.

"په غزه کې د شفا روغتون انځورونه د دې شاهدي ورکوي چې اسرائیل په قصدي او سیستماتیک ډول د فلسطین خلک له منځه وړي." په اعلامیه کې یادونه شوې چې دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې د اسرائیلو مخه ونیسي چې انساني وجدان او قانون له پامه غورځوي او نړیوالې سولې او ثبات ته زیان رسوي.

په بیان کې راغلي، "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د تصویب شوي اوربند د وروستي پریکړه لیک او د عدالت د نړیوالې محکمې لخوا اعلان شوي اضافي اقداماتو د پلي کیدو د یقیني کولو لپاره باید له ځنډ پرته اړین اقدامات وشي."

اړوند خبرونه