په تورکیه کې د مارچ د ۳۱ مې نیټې د سیمه ایزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .
د ابتدايي پایلو له مخې په پرونیو ټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند ۳۵ عشاریه ۴۹ سلنه، د جمهوریت خلق ګوند ۳۷ عشاریه ۷۴ سلنه رایې ترلاسه کړي دي
![په تورکیه کې د مارچ د ۳۱ مې نیټې د سیمه ایزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/4129/35a3/cc48/660a52217af0e.jpg?time=1722046482)
په تورکیه کې د مارچ د ۳۱ مې نیټې د سیمه ایزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شوې .
د ابتدايي پایلو له مخې په پرونیو ټاکنو کې د عدالت او پراختیا ګوند ۳۵ عشاریه ۴۹ سلنه، د جمهوریت خلق ګوند ۳۷ عشاریه ۷۴ سلنه ، د نوي رفاه ګوند ۶ عشاریه ۱۹ سلنه ، د خلکو د مساواتو او ډیموکراسۍ ګوند ۵ عشاریه ۶۸ سلنه ، د ملیت پالو غورځنګ ګوند ۴ عشاریه ۹۸ سلنه او ښه ګوند ۳ عشاریه ۷۷ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
د اعلان شوو ابتدایي پایلو له مخې د عدالت او پراختیا ګوند په پرونیو ټاکنو کې د ۱۲ لویو ښارونو ، ۱۲ ولایتونو، ۳۵۶ ولسوالیو او ۱۲۵ علاقه داریو ښاروالۍ ګټلي دي.
همداشان د جمهوریت خلق ګوند بیا ۱۴ لویو ښارونو، ۲۱ ولایتونو، ۳۳۷ ولسوالیو او ۴۸ علاقه داریو ښاروالي ګټلي .
د ملیت پالو غورځنګ ګوند بیا ۸ ولایتونو، ۱۲۲ ولسوالیو او ۵۴ علاقه داریو ښاروالۍ ګټلي دي.
د خلکو د مساواتو او ډیموکراسۍ ګوند بیا ۳ لویو ښارونو، ۷ ولایتونو، ۶۵ ولسوالیو او ۷ علاقه داریو ښاروالۍ ترلاسه کړي دي.
د نوي فاه ګوند د یو لوی ښار ، یو ولایت ، ۳۹ ولسوالیو او ۱۹ علاقه داریو ښاروالۍ ترلاسه کړي دي.
ښه ګوند د یو ولایت ، ۳۸ ولسوالیو او ۱۹ علاقه داریو ښاروالۍ ګټلي دي.
د لوی اتحاد ګوند د یو ولایت ، ۱۴ ولسوالیو او ۶ علاقه داریو ښاروالۍ ترلاسه کړي دي.