د تورکیې ملي استخباراتو د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل مهم قوماندان له منځه یوړ.
تورکیې امنیتي ځوااکونو د پ ک ک ترهګري سازمان ته یو بل ګوزار ورکړ
2118190
د تورکیې ملي استخباراتو سازمان (MİT) د عراق په قندیل سیمه کې د عملیاتو په ترسره کولو سره د PKK/KCK د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان تش په نامه د ایران د ځوانانو د همغږۍ مسؤول بارزان حسینزاده له منځه یوړ.
د امنیتي سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د تورکیې ملي استخباراتو سازمان د نوموړي ترهګر ادرس چې په ۲۰۱۶ کال کې د قندیل په سیمه کې له ترهګریز سازمان سره یوځای شوی و، تثبیت کړ.
ویل کیږي نوموړی ترهګر حسینزاده چې د پ ک ک بیلتون غوښتونکي تروریستي سازمان له مشرانو جمیل بایک او دوران کالکان سره مستقیم تماس درلود د ځانګړو هدفي عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل شو.
ویل کیږي نوموړي حسینزاده د پ ک ک ترهګر سازمان لپاره چې پدې وروستیو کلونو کې په کافي توګه وینه د لاسه ورکړې د نویو غړیو د استخدام په موخه فعاليتونه ترسره کول.