ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر پوتین ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اردوغان له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

2117064
ولسمشر اردوغان د روسیې ولسمشر پوتین ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله

د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اردوغان له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټیلیفوني خبرو کې اردوغان پوتین ته په انتخاباتو کې د بریا له امله مبارکي وویله او ویې ویل چې دی باور لري چې د تورکیې او روسیې په اړیکو لا پسې پیاوړې شي.

ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې تورکیه د روسیې او اوکراین په جګړه کې د مذاکراتو میز ته د راستنیدو په برخه کې هر ډول اسانتیا برابرولو ته چمتو ده.



اړوند خبرونه