ولسمشر اردوغان : د چناق قلعه بری زمونږ د لارې روښنايي ده او مونږ ترینه ډیر څه زده کړي

نن د مارچ اتلسمه نیټه ده چې د تورکیې د چناق قلعه د ستر بري د ۱۰۹ مې کلیزې سره سمون خوري.

2116898
ولسمشر اردوغان : د چناق قلعه بری  زمونږ د لارې روښنايي ده او مونږ ترینه ډیر څه زده کړي

نن د مارچ اتلسمه نیټه ده چې د تورکیې د چناق قلعه د ستر بري د ۱۰۹ مې کلیزې سره سمون خوري.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې، عثماني امپراتورۍ د چناق قلعه یا  داردانیل په جبهه کې د یو ملت په توګه د شتون لپاره مبارزه وکړه.

د ګالیپولي جنګونه، چې د تورکیې په تاریخ کې یو مهم ټکی دی، د ۱۹۱۵ کال د فبرورۍ په ۱۹ نیټه په چناق قلعه یا  داردانیل کې د سمندري جګړې سره پیل شول. د ګالیپولي جګړې چې ۳۲۵ ورځې یې دوام وکړ، د ۱۹۱۶ کال د جنورۍ په نهمه د تورکیې د پوځ په بریا سره پای ته ورسېد.

د ۱۹۱۵ کال د مارچ د میاشتې په ۱۸ نیټه په چناق قلعه کې  کې ترلاسه شوې سمندري بریا د تورکیې د راتلونکي لپاره یو مهم ټکی و او دا یې ثابته کړه چې دښمن په هیڅډول د چناق قلعه نه تیریدلی نه شي.

د چاناق قلعه د سمندري بریا کلیزه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ۱۹۱۵ کال د مارچ په ۱۸ د عثماني امپراتورۍ په بریا سره پای ته ورسېده، د هر کال په څېر نن هم په ویاړ سره لمانځل کېږي.

د ګلیپولي ټاپو په تاریخي برخه کې د شهیدانو د یادګاري ورځې او د چناق قلعه سمندري بریا د ۱۰۹ کلیزې په مناسبت مراسم ترسره شول.

ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دې مراسمو کې ګډون کوي.

هغه کسان چې چناق قلعه يي د دښمن په هدیرې بدل کړ، هغه کسان چې د دښمن په وړاندې یې مقاومت وکړ او هغه څوک چې دا خاوره یې د راتلونکو نسلونو لپاره وطن جوړ کړ، په ځانګړې توګه د تورکیې جمهوریت بنسټ ایښودونکی مصطفی کمال اتاترک نه په ډیر وياړ او درناوۍ سره یادونه کوو.

د مارچ د ١٨ د شهيدانو د يادونې د ورځې او د سمندري بري د ١٠٩مې کليزې په مناسبت په چناق قلعه کې لومړي مراسم په جمهوريت چوک کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر، ملکي او نظامي چارواکو، پخوانیو پوځیانو، د سیاسي ګوندونو استازو او د استرالیا، نیوزیلنډ او انګلستان د ډیپلوماټانو ګډون کړی و.

د اتاترک په څلي د ګلونو ګیډۍ کیښودل شوې.

بیا، د سرو زرو مډال چې پرې لیکل شوي وو " هیڅوک د چناق قلعه څخه تیریدلی نشي" د ملي دفاع وزیر یاشر ګلر لخوا د تورکیې په بیرغ ټکول شو .

د درناوي د مراسمو نه وروسته د تورکیې بیرغ له ملي سرود سره پورته شو.

وروسته د چناق قلعه یا داردانیل په تنګي کې ولاړې د تورکیې ټي سي جي جنګي کښتۍ نه ۲۱ د توپ ډزې وشوې.

ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د مارچ د ۱۸مې د شهيدانو د يادونې د ورځې او د شهيدانو په هدیره کې د چناق قلعه  د سمندري  بري د ۱۰۹مې كليزې په مناسبت  په جوړو شوو مراسمو كې ګډون وكړ.

اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل:

"موږ باور لرو چې د تورکیې د پیړۍ په جوړولو کې د چناق قلعه  له لیکل شوي داستان څخه خورا مهم درسونه اخیستل شوي دي. د چناق قلعه  ستر بري دا ثابته کړې ده، زمونږ د یووالي ، اتحاد او قوي ورورګلوۍ په صورت کې که چیرې ټوله نړۍ پر مونږ برید وکړي هم کامیابیدلی نشي. بیا به هم بری خامخا زمونږ په برخه وي.  د چناق قلعه روح په اصل کې زمونږ د لار روښنايي او مشعل دی.



اړوند خبرونه