ولسمشر اردوغان د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو د روژه ماتې په پروګرام کې لیدنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو د روژه ماتې په پروګرام کې لیدنه وکړه.

2114583
ولسمشر اردوغان  د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو د روژه ماتې په پروګرام کې لیدنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو د روژه ماتې په پروګرام کې لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې په اسرائیلو سختې نیوکې وکړې او وویل « د اسرائیلو واکمنان د دې پر ځای چې د نسل وژنې حقیقت پټ کړي باید د هغو ماشومانو لپاره حساب ورکړي چې په غزه کې وژل شوي.»

اردوغان وویل چې په ځانګړې توګه سږ کال  په غزه کې د پیښو له امله د روژې مبارکې میاشت  چې د سولې او خوښیو میاشت ده سړه پیل شوې ده . دا ځکه چې

"زموږ ۳۲ زره خویندې او وروڼه د اسرائیلو په بریدونو کې چې له پنځو میاشتو راهیسې په غزه او اشغال شویو سیمو کې روان دي، شهیدان شوي دي. ۷۳ زره فلسطینیان هم ټپیان شوي دي. د اسرائیلو د وحشي بریدونو په پایله کې غزه د نړۍ تر ټولو لوی د ماشومانو او ښځو په هدیره بدله شوه. کله چې موږ دا ډول خبرې کوو، (د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین) نتانیاهو او د هغه د جرم شریکان خفه کیږي. "هغوی له هرې لارې هڅه وکړه، خو هېڅکله یې د طیب اردوغان د حق او حقیقت د ویلو مخه ونه شوه نیولې."

"دوی نشي کولی موږ قاتل ته د قاتل ویلو مخه ونیسي. اسرائیلي واکمنان د دې پر ځای چې د نسل وژنې حقیقت پټ کړي باید د هغو ماشومانو حساب ورکړي چې په غزه کې وژل شوي. "هغه کسان چې  هغه بې ګناه ملکي وګړي چې د لږو وړو، مکروني او یا د یوې وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ او په بې رحمانه او وحشیانه توګه وژني هغوې ته د ویلو لپاره مونږ څه نلرو."

ولسمشر وویل چې تورکیه به د خپلو فلسطیني وروڼو نه د پخوا  په څیر نن ورځ هم  قوي ملاتړ ته دوام ورکړي  او د ظالمانو پر وړاندې به خامخا په شا ګام اوچت نکړي.

هغه وويل "موږ ټول د وژل شويو فلسطيني ماشومانو پوروړي یو، او دا پور يوازې د يو خپلواک فلسطيني دولت په جوړولو سره ادا کيدای شي."



اړوند خبرونه