ولسمشر اردوغان د هیواد د ملي سرود د کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل "هغه ورځ چې موږ خپل ملي سرود هير كړو، دا به پدې معنی وي  چې زموږ په پښو کې   د غلامۍ زنځیرونه اچول شوي وي."

2114319
ولسمشر اردوغان د هیواد د ملي سرود د کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل "هغه ورځ چې موږ خپل ملي سرود هير كړو، دا به پدې معنی وي  چې زموږ په پښو کې   د غلامۍ زنځیرونه اچول شوي وي."

ولسمشر اردوغان  د مارچ د ۱۲  د  هیواد د ملي سرود  د منلو او د ملي سرود  د شاعر  محمد عاکف  ایرسوي  د یادونې  د ورځې په مناسبت  یو پیغام خپور کړ.

ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې ملي سرود هغه  ملي اجماع څرګندونه ده چې  څه باندې یوه پيړۍ مخکې زمونږ د ملت لخوا د يوه ملت په توګه د ازادۍ د ترلاسه كولو، وطن د اشغال څخه د ژغورلو او د نوي او روښانه راتلونكې د جوړولو په موخه رامنځته شوې ده.

"زموږ تمدن او ماضي، زموږ ارزښتونه، زموږ عقیده، زموږ د تاریخ په اوږدو کې زموږ د ملت پرمختګ او قوي اراده  زموږ د ملي سرود په  مصرو کې انځور شوي دي. همداشان زمونږ په ملي سرود کې  استقلال او خپلواکۍ د جګړې ترسره کوونکي  ملي شورا  قوي او پیاوړې ارده ، د جګړې په ډګر کې زمونږ د سرتیرو  قربانۍ، استقامت ا، سرښندنې او  د وطن سره مینه  پکې نغښتې ده. مونږ ملي سرود زمونږ د ملت د قربانیو، سرښندونو، فداکاریو او د وطن سره د لیونۍ مینې انعکاس دی"

ولسمشر اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې نن ورځ زمونږ وطن داسې بچي او  ځوانان لري چې د ملي سرود هره کلمه او هر پیغام د خپل بدن او روح د ذرې ذرې سره درک او احساسوي.

" د اړتیا په صورت کې زمونږ اولاد  د هیواد د بیرغ او اذان نه د خپل سر په بدل کې په ډیره ښه توګه ساتنه کوي. هغه ورځ چې موږ خپل ملي سرود هیر کړو دا پدې مانا ده چې زموږ په پښو کې د اسارت او غلامۍ زنځیرونه اچول  شوي او د ذلت زنځیرونه زموږ په غاړه کې اچول شوي دي.

 زمونږ د ملي سرود د لیکوال او د هیواد ستر شاعر محمد عاکف ایرسوی نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو.  

د هیواد د ملي سرود د کلیزې په مناسبت د ملي سرود د لیکوال محمد عاکف ایرسوی او د هیواد د خپلواکۍ د مبارزې ټولو اتلو شهیدانو او غازیانو نه په ډیر درناوي سره یادونه کوو. د ټولو روح دې ښاد وي.



اړوند خبرونه