تورکیه: د عراق په پوله کې د ترهګرو ستونزه به د دایمي لپاره حل کړي

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر ویلي چې دوی به په روان اوړي کې د عراق په پوله کې د ترهګرۍ ستونزه دایمي حل کړي.

2113761
تورکیه: د عراق په پوله کې د ترهګرو ستونزه به د دایمي لپاره حل کړي

د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر ویلي چې دوی به په روان اوړي کې د عراق په پوله کې د ترهګرۍ ستونزه دایمي حل کړي.

یاشر ګولر په پلازمېنه انقره کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ګولر وویل چې هغه په ​​بشپړه توګه هوډ لري چې د عراق او سوریې په پوله کې د ۳۰ نه تر ۴۰  کیلومتره په ژوروالي سره امنیتي دهلیز جوړ کړي.

د ملي دفاع وزیر وویل چې د پنجې چابي  عملیاتو په سیمه کې د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK پورې اړوند یو زیات شمیر پټنځایونه چې په مختلف النوع وسلو او خوراکي مواد سمبال وو یو یو تثبیت او له منځه وړل کیږي.

ګولر د عراق په شمال کې په قندیل کې د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه هم خبرې وکړې.

"موږ پوهیږو چې د قندیل په ځینو برخو کې ترهګر شتون لري. د ځایونو نومونه موږ ته مهم نه دي. په هر ځای کې چې ترهګرو ځالې شتون ولري، زمونږ امنیتي ځواکونه به يي ریښې وچې کړي .څه چې لازم وي هغه به ترسره کړي.

وزیر ګولر د بغداد له حکومت سره د لوړې کچې وروستیو تماسونو په اړه هم معلومات ورکړل.

هغه اعلان وکړ چې په عراق کې د "ګډو عملیاتو مرکز" جوړیدل یو ځل بیا د اجنډا په سر کې  قرار لري .



اړوند خبرونه