د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي رسمي سفر په ترڅ کې نن تورکیې ته راځي.
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر ښاغلی ولادیمیر زیلینسکي به د رسمي سفر په ترڅ کې نن تورکیې ته راشي.
2112631

تورکیې ته د زیلینسکي د سفر په جریان کې، تمه کیږي چې د اوکراین او روسیې جګړه چې خپل دویم کال یې بشپړ شوی، د غلو دهلیز تړون (د اوکراین له بندرونو څخه د غلو او خوراکي توکو د خوندي لیږد لپاره نوښت) او په سیمه کې د دایمي سولې لټون په اړه تفصیل سره به خبرې وشي.
ویل شوي چې د تورکیې او اوکراین د اړیکو په اړه به د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د مېلمه ولسمشر زیلینسکي ترمنځ به په هر اړخیزه خبرې وشي.