د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ له امله د مبارکۍ پیغام خپور.
نعمان کورتولموش د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
2112917
د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ له امله د مبارکۍ پیغام خپور.
نعمان کورتولموش ، د ټولنیزې رسنۍ لخوا په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
"زه د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ، ټولو هغو ښځو ته مبارکي وایم چې په خپل شتون، دریځ، هڅې، وړاندوینې، سرښندنې او زړورتیا سره راتلونکې جوړوي، او د ژوند په ټولو برخو کې د خپلې بې مشروطې مینې او شفقت سره امید پیاوړی کوي."
د توركيې د ملي شورا رئيس په خپل پيغام كې فلسطيني مېرمنو مبارزې او سرښندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې "زه هیله لرم چې د فلسطیني میرمنو عادلانه مبارزه، چې د خپلو ماشومانو او وطن ساتنه د نه ختمیدونکي امید سره حتی د غم په حالت کې هم کوي ، د انسانیت د بیدارولو وسیله وګرځي."
کورتولموش د ټولو وفادارو ، اتلو میرمنو نه ددوې د سرښندونو او محبت له امله مننه کړې ده .