ولسمشر اردوغان : تورکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه د سولې مذاکراتو ته کوربه توب ته چمتو ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د سولې مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د سولې مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره د تیرو دوو کلونو راهیسې دوام لري وویل: "موږ چمتو یو چې د اوکراین او روسیې ترمنځه د سولې د ټینګښت په موخه مخکې په استانبول کې جوړ شوی د سولې میز له سره جوړ کړو."
ولسمشر اردوغان د اوکراین – سویل ختیځې اروپا سرمشریزې ته په خپل ویډیویي پیغام کې د اوکراین د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د تورکیې د ملاتړ یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کریمیا د تاتارانو د حقونو او ګټو د ساتنې لپاره هر ډول هڅې کوي. اردوغان یادونه وکړه چې هغه په دې نظر دی چې دیپلوماسۍ او خبرو اترو ته باید فرصت ورکړل شي چې جګړه په عادلانه او تلپاتې سولې پای ته ورسوي.
"موږ د خبرو اترو هغه میز چې مخکې مونږ په استانبول کې د سولې د ټینګښت لپاره جوړ کړی و یو ځل بیا جوړ کړو. تورکیه د اوکراین او روسیې ترمنځه د سولې مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دی. "په دې موقع کې زه هیله لرم چې د پیوستون روحیه چې زموږ په ګډه جغرافیه بالکان، د سویل ختیځ اروپا هیوادونو کې ځانګړی رول لري نږدې جغرافیه ته هم خپره شي."
اردوغان د سرمشریزې په تنظیم کې ونډه اخیستونکو ته د زړه له کومې مبارکي وویله، په ځانګړې توګه د البانیا لومړي وزیر ایدي راما چې د غونډې کوربه و.