اردوغان: لکه څرنګه چې په تیرو کې تیره ۲۱ کلنه دوره د پخوانیو دورو څخه ښه وه ، سبا به له نن څخه ښه وي

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د تورکیې د پېړۍ د لیدلوري په اطرافو کې سره متحد شي او خپلې لارې ته به دوام ورکړي.

2108777
اردوغان: لکه څرنګه چې په تیرو کې تیره ۲۱ کلنه دوره د پخوانیو دورو څخه ښه وه ، سبا به له نن څخه ښه وي

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به د تورکیې د پېړۍ د لیدلوري په اطرافو کې سره متحد شي او خپلې لارې ته به دوام ورکړي.

ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب  اردوغان په کوتاهیا  ولایت کې د محلي ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې خلکو ته وینا وکړه.

اردوغان وویل د تورکیې پر مختګ په لاره کې د هر ډول خنډونو د رامنځته کیدو سره سره ، دوی توانیدلي چې په هیواد د ډیموکراسۍ او ودې  له لارې خپلو موخو ته ورسیږي.

اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې پر ملي یووالي بریدونه یې له منځه وړي، وویل چې دوی دا کار له ترهګرۍ سره په مبارزه کې وښود.

اردوغان دې ته په اشارې سره چې د تیر کال  د فبرورۍ د شپږمې نیټې زلزلې  د هیواد اقتصاد ته ۱۰۴ میلیارده ډالره زیان اړولی او د اقتصادي توازن د بیا رغولو لپاره یو قوي پروګرام پلي کوي. هغه وویل چې د روان کال تر پایه به د دغه پروګرام مثبتې پایلې وویني.

اردوغان وویل چې دوی به د یو دولت او ملت په توګه هغه کچې ته د رسیدو لپاره سخت کار وکړي چې دوی یې غواړي.

ولسمشر اردوغان  وویل چې په تورکیه کې  تیر ۲۱ کلونو د هغې نه د مخکې کلونو او دورو په پرتله  ډېر ښه والی رامنځته شوی دی او  سبا به له نن څخه ښه وي.

ورپسې ولسمشر اردوغان د سرامېک فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې "د پانګونې، کارموندنې او د صادراتو د ودې په برخه کې هیڅډول غفلت ته ځای نشته. موږ له ملت سره د تورکيې د پېړۍ ژمنه کړې."



اړوند خبرونه