فیدان : د ملګروملتونو د امنیت شورا بې کیفایتۍ د ملګروملتونو سازمان اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان  وویل  د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې د ډیری مسلو په ځانګړې توګه د غزې په اړه د  "کوم ګام په  پورته کولو کې پاتې راغلی" د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار د پوښتنې لاندې راوستی دی.

2106254

هاکان فیدان د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د برازیل په ریو دی جنیرو کې جوړه شوې وه، د "نړیوالې حکومتولۍ ریفورم" تر سرلیک لاندې غونډې ته وینا وکړه.

فیدان ټینګار وکړ چې په څو قطبي نوي نړیوال نظم کې د جیو پولیټیکل تاو تریخوالي د له منځه وړلو لپاره قوي څو اړخیز بنسټونه او د نړیوالې حکومتولۍ اغیزمن میکانیزمونو ته اړتیا ده.

فیدان دې ته په اشارې سره چې د اړتیا وړ بدلون احساسول اړین دي، او وویل چې د دې لپاره باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

فیدان دې ته اشاره وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې په ډیرو مسلو په ځانګړې توګه د غزې په اړه د ګامونو په اخیستلو کې پاتې راغلی او د ملګرو ملتونو سازمان "اعتبار يي تر پوښتنې  لاندې راوستی دی".

وزیر فیدان دې ته اشاره وکړه چې نړیوال مالي سیسټم باید په ریښتیا هم ټول شموله، د قواعدو پر بنسټ، ډیر شفاف او دوامدار وي.

د بهرنیو چارو وزیر په دې باندې په ټینګار سره چې نړیوال مالي بنسټونه او څو اړخیز پراختیایي بانکونه باید د پرمختللو او کم پرمختللو هیوادونو لپاره مناسبې پالیسي غوره کړي ترڅو د پرمختللو او پرمختګ په حال کې  هیوادونو ترمنځ واټن وتړل شي.  د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له دې پرته د پایښت لرونکي پراختیا اهداف نشي ترلاسه کیدی او ویې ویل G20 په دې برخه کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه