اردوغان: مصر ته زمونږ سفر به زمونږ تر منځ په اړیکو کې نوی باب پرانیزي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مصر او تورکیه څه باندې زر کلن ګډ تاریخ او کلتور لري

2102484
اردوغان: مصر ته زمونږ سفر به زمونږ تر منځ په اړیکو کې نوی باب پرانیزي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مصر او تورکیه څه باندې زر کلن ګډ تاریخ او کلتور لري .

 

ولسمشر اردوغان  د مصر په پلازمینه قاهره کې  د خپل سیال عبدالفتاح السیسی سره  د دوه په دوه لیدنې نه وروسته  په ګډه خبري غونډه کې  ګډون وکړ.

 

اردوغان په خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې تورکیه او مصر  له څه باندې زرو کلونو راهیسې ګډ تاریخ او کلتور .ددې پیاوړي او قوي میراث نه د ترلاسه شوي قوت پر بڼسټ هڅه کوو چې خپلې اړیکې هغه کچې ته لوړې کړو ، څه چې لازم وي. 

 

"ما خپل قیمتي ورور ته د تورکیې او مصر ترمنځ د شورا د غونډې د ترسره کولو لپاره انقرې بلنه ورکړه، زه غواړم په لومړي فرصت کې هغه په انقره کې ووینم. زه باور لرم چې دا سفر به زموږ په اړیکو کې یو نوی بدلون او نوی باب پرانیزي . تجاري او اقتصادي همکاري زمونږ تر منځ د اړیکو د ودې په برخه کې یو مهم عنصر دی . په ننۍ لیدونو کې موږ موافقه وکړه چې په لنډ وخت کې د سوداګرۍ حجم ۱۵ میلیارد ډالرو ته لوړ کړو. ددې تر څنګ موږ هوډ لرو چې خپلې نږې ۳ میلیارده پانګونې لا پسې ډیرې کړو.

د خپلو لیدنو په ترڅ کې موږ په دې برخه کې د نورو ګامونو اوچتولو په اړه د نظرونو تبادله وکړه. 

 

دفاعي صنعت یوه بله ساحه ده چیرې چې موږ جدي ظرفیت لرو. مصر په دفاعي برخه کې د پام وړ پانګونه کوي. زه باور لرم چې موږ به له مصر سره یوځای شو او ګډې پروژې به پرمخ یوسو. "موږ د LNG، اټومي او نوي کیدونکي انرژۍ په برخو کې زموږ د همکارۍ پراختیا لپاره فرصتونه هم ارزوو."

 

ولسمشر اردوغان وویل چې دوی به د ګرځندوی، پوهنې او کلتور په برخو کې له مصر سره د شته اړیکو د لا پیاوړي کولو هڅې وکړي.

 

اردوغان په دې خبرې سره چې په قاهره کې د تورکي ژبې سره د خلکو علاقه او لیوالتیا ډیره زیاته ده او د یونس ایمری انسټیټیوټ د تورکي ژبې او ادبیاتو څانګه یو له هغه څانګو ده تر ټولو ډیر علاقه مندان لري. دا د خوښۍ ځای دی چې تیر کال ۲۲ زره مصري زده کوونکو د تورکي ژبې د زده کړې لپاره نوم لیکنه کړې.



اړوند خبرونه