ولسمشر اردوغان متحده عربي اماراتو او مصر ته سفر کوي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به  نن د فبرورۍ ۱۲ د یو دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې متحده عربي اماراتو او د فبرورۍ په ۱۴ نیټه مصر ته رسمي سفروکړي.

2100818

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا  په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اردوغان به په دوبۍ کې د نړۍ د حکومتونو په سرمشریزه کې د مېلمه په توګه وینا وکړي، ځینې دوه اړخیزې لیدنې به وکړي او په دې اړه به پر ګامونو خبرې وکړي.

همداشان ولسمشر اردوان به قاهرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د لوړ پوړو همکاریو د میکانیزمونو د بیا ژوندي کولو په برخه کې په مسئلو تمرکز وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان به په متحده عربي اماراتو او مصر کې  په خپلو لیدونو کتنو  كې په اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په تېره بيا پر غزې د اسرائيلو د بريدونو او د فلسطين د اشغال په اړه خبرې وکړي.

اړوند خبرونه