ولسمشر اردوغان د تورکیې د لومړي ستورمزلي ګیزراوجي سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې لومړي فضانورد الپر ګیزراوجي او د هغه د کورنۍ سره وکتل.
2101224
![ولسمشر اردوغان د تورکیې د لومړي ستورمزلي ګیزراوجي سره لیدنه وکړه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8c6a/cad7/3b29/65ca05b2f366f.jpg?time=1722044711)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې لومړي فضانورد الپر ګیزراوجي او د هغه د کورنۍ سره وکتل.
ولسمشر اردوغان د الپر ګیزیراوجي او د هغه د کورنۍ سره چې د تورکیې لومړنی فضايي ماموریت یې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او پلازمینې انقرې ته راستون شو، د ایسن بوغا په هوايي ډګر کې لیدنه وکړه.
ګیزراوجی د تورکیې بیرغ چې له ځان سره فضا ته وړی وو ولسمشر اردوغان ډالۍ کړ.
ولسمشر اردوغان د تورکیې بیرغ ښکل او تسلیم واخیست.
پدې لیدنه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان میرمن امنې اردوغان، د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر او د تورکیې د ساینسي څیړنو د شورا مشر حسن مندال هم ګډون درلود.