د تورکیې لومړنی فضانورد الپر ګیزر اوجي هیواد ته راستون شو.

الپر ګیزر اوجي له خپل فضایي ماموریت څخه د راستنیدو نه وروسته په  امریکا د ښکته کیدو نه وروسته د ولسمشرۍ په ځانګړې  الوتکه کې  تورکیې  ته راانتقال کړی شو.

2101118

د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فتح کاجر په خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د تورکیې د لومړني فضانورد الپر ګیزراوجي تورکیې ته راورسید. وزیر د ګیزراوجي عکس هم د خپلې پاڼې له لارې خپور کړی دی او ویلي دي چې د تورکیې ویاړ خپل کور ته راستون شو

د ډریګن فضایي بیړۍ چې د Axiom-3 الپر ګیزراوجي په ګډون ۳ تنه  فضانوردان يي انتقالول د فبرورۍ په لسمه  د امریکا د فلوریډا ساحل  کې راښکته شوه.

د ویلو ده چې ډریګن فضايي بیړۍ د جنوري په ۱۸ مه نيټه د امریکا په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۴۹ دقیقو د امریکا ملي هوانورۍ او فضايي ادارې ناسا اړوند د کینډي د فضايي ستیشن نه د فضا ته په بریالیتوب وتوغول شوه.

نوموړې فضايي بیړۍ ۳۶ ساعته وروسته د جنوري په شلمه نیټه نړۍوال فضايي ستیشن ته ورسیده.

پيوندونه: #ګیزر اوجي , #تورکیه

اړوند خبرونه