ولسمشر اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان د ځوانانو فورم ته وینا وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو تشکیلاتو د ځوانانو فورم غونډې ته د ویدیویي پیغام سره وینا وکړه

2100140
ولسمشر اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان د ځوانانو فورم ته وینا وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو تشکیلاتو د ځوانانو  فورم غونډې ته د ویدیویي پیغام  سره وینا وکړه.

"موږ جدي هڅې کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د اسرائیلو لخوا روان د بشریت ضد جنایتونه او جنګونه په نړیوال ډګر کې له پامه ونه غورځول شي." 

ولسمشر اردوغان  په استانبول کې  جوړ شوي د اسلامي همکاریو د ځوانانو د فورم  پنځمې عمومي غونډې ته په خپل ویډیویي پیغام کې ، د ځوانانو فورم ته په اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو برخو کې د مسلمانو ځوانانو د پیاوړتیا او په ځان د باور د زیاتولو په خاطر  د پراخه  فعالیتونه ترسره کولو له امله مبارکي وویله .

"د مسلمانو ځوانانو په توګه ستاسې سره په ګډه د عمل او حرکت اهمیت د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې په تړانګه او د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د عامو خلکو د قتل عام سره مونږ لا ښه په ډاگه شو. 

د اسرائیلو نیواکګر ځواکونه د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې په ډیره وحشیانه او ظالمانه توګه څه باندې ۲۸ زره فلسطینیان چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي شهیدان کړل. د اسرائیلو د بمباریو په نتیجه کې چې په مستقیمه توګه ملکي وګړي په نښه کوي تر ۶۷ زرو زیات بې ګناه فلسطینیان ټپیان شوي دي."

 

اردوغان د دې په بیانولو سره چې عبادت ځایونه، ښوونځي، روغتونونه او هر هغه څه چې د ملکي زیربناوو سره تړلي دي د تازیانو په څیر د اسرایئلو د بریدونو هدفونه دي.

"د تورکیې په توګه، موږ د دغو بریدونو په مقابل کې له خپلو فلسطیني وروڼو سره په بشپړ پیوستون کې یو، موږ د بشري مرستو د رسولو څخه نیولې د سرطان د ناروغانو د راوړلو او د هغوی د درملنې د تامین لپاره ډېر ګامونه پورته کړي دي. د بشریت ضد جنایتونه او د اسرایئلو له خوا ترسره شوي جنګونه په نړیوال ډګر کې له پامه نه غورځول کیږي.

موږ خپلو دیپلوماتیکو تماسونو ته دوام ورکوو تر څو اسلامي هیوادونه په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو په وړاندې په ګډه عمل وکړي. "کله چې په فلسطین کې د اشغال سیاستونه او قتل عام پای ته ورسیږي، موږ به خپلې مبارزې ته تر هغه وخته دوام ورکړو تر هغه چې د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ چې بیت المقدس یې پلازمینه وي یو خپلواک فلسطیني دولت رامنځته شي."

اردوغان د فلسطین په مسئله کې  د اسلامي همكاريو د ځوانانو فورم  هوښيار او فعال دريځ ستاينه وكړه.



اړوند خبرونه