پاکستان، تورکیه او سعودي عربستان غواړي د دفاعي ټیکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.

پاکستان، تورکیه او سعودي عربستان غواړي چې د نوې دفاعي ټیکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

2086617
پاکستان، تورکیه او سعودي عربستان غواړي  د  دفاعي ټیکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې  همکاري وکړي.

پاکستان، تورکیه او سعودي عربستان غواړي چې د نوې دفاعي ټیکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي. د پاکستان په راولپنډۍ  ښار کې په جوړه شوې غونډه کې درې واړو  لورو پر دې موضوع موافقه وکړه.

پاکستان، تورکیې او سعودي عربستان په دفاعي برخه کې د همکارۍ پر زیاتولو موافقه وکړه. د پاکستان د پوځ له رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د درې واړو هېوادونو پوځي استازو د سه شنبې په ورځ د پاکستان په راولپنډۍ ښارکې سره غونډه وکړه. د بیان له مخې، د درې اړخیزه دفاعي همکارۍ پلیټ فارم دویمه غونډه د دفاعي ټیکنالوژۍ په پراختیا کې د ممکنه همکارۍ په اړه تمرکز کوي.

په بیان کې ویل شوي چې ټولو اړخونو "د فکري، تخنیکي، مالي او بشري سرچینو د یوځای کولو" په اهمیت ټینګار وکړ. دا د "ګډو اهدافو" د ترلاسه کولو او "دفاعي سکتور کې خپلواکي" ترلاسه کولو لپاره مهم دی.

راپور د دریو هیوادونو ترمنځ د "وروڼو اړیکو" تایید هم کوي. موافقه وشوه چې همکارۍ په  سرعت باید زیات شي.

د پلیټ فارم دریمه غونډه په پام کې ده چې د نړیوال دفاعي نندارتون په جریان کې ترسره شي، چې راتلونکې میاشت به د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې ترسره شي. د درې واړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې په ریاض کې شوې وه.



اړوند خبرونه