د تورکیې د د چناق قلعه ولایت د آیواجیک ولسوالۍ په سواحلو کې، ۴۰ غیرقانوني افغان کډوال ونیول شول.
د چناق قلعه ولایت په ایواجیک ولسوالۍ کې ۴۰ تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول
د تورکیې د د چناق قلعه ولایت د آیواجیک ولسوالۍ په سواحلو کې، ۴۰ غیرقانوني افغان کډوال ونیول شول.
د تورکیې د سواحلو د امنیت ګار ځواکونو د قومندانۍ د بیان له مخې د چناق قلعه ولایت د ایواجیک د ولسوالۍ په سواحلو کې په یوې پلاستیکي کښتۍ کې د سپرو ۴۰ تنو غیرې قانوني کډوالو په اړه راپور ترلاسه کړ. د راپور د ترلاسه کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او سواحلو د امنیت ځواکونه سیمې ته انتقال شول.
د ساحلي ګارد ټیمونو په یوه پلاستیکي کښتۍ کې سپاره ۴۰ تنه کډوال چې هره شیبه کښتۍ په سمندر کې د ډوبیدو د ګواښ سره مخ وه ونیول. نیول شوي غیرې قانوني کډوال ټول د افغانستان وګړي دي.
نیول شوي ناقانونه کډوال د لومړنیو څیړونو او قانوني پروسیجر د پلي کیدو نه وروسته د ایواجیک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل شول. نوموړي کډوال به هر څه ژر د تورکیې د خاورې نه وویستل شي.