تورکیه : د ملګروملتونو د امنیت شورا ساختار فلج شوی او بیړنیو اصلاحاتو ته اړتیا لري
تورکیې یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
تورکیې یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازی سفیر سدات اونال وویل
"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ساختار کې اصلاحات یوه داسې جدي اړتیا ده چې نه رد کیدای شي او نه هم ځنډیدلی شي."
اونال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د اصلاحاتو په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.
اونال د دې په څرګندولو سره چې دوی په بین الحکومتي خبرو اترو کې د همکارانو په توګه د اتریش او کویټ د دایمي استازو د ټاکلو هرکلی کوي ، اونال وویل چې تورکیه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د اصلاحاتو په اړه د توافق لپاره د یووالي ډلې څرګندونو ملاتړ کوي.
سفیر اونال وویل: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاحاتو اړتیا نه رد کیدی شي او نه ځنډیدلی شي."
اونال دې ته په اشارې سره چې په ځانګړې توګه د فلسطین مسئلې دا مونږ ته وښودله چې دا اصلاحات اړین او ضروري دي.
" د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپل ساختماني فلج له امله په فلسطین کې د اوربند په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او د فلسطین د خلکو د نه هیریدونکي کړاوونو په کمولو کې ناکامه شوې ده ."
اونال دې ته اشاره وکړه چې د اصلاحاتو بهیر باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوسنی نیمګړتیاوې له منځه یوسي او وویل چې دا باید په داسې طریقه پلي شي چې ډاډ ترلاسه شي چې د مساواتو او دیموکراتیک استازیتوب اهداف د مؤثریت او وړتیا اهدافو سره یوځای ترلاسه کیږي.
سفیر اونال دې ته په اشارې سره چې د دې لپاره یوې هراړخیزې او ټول شمولې پروسې ته اړتیا ده، یادونه وکړه چې یوه داسې تګلاره چې د هېوادونو د خپلو ګټو پر ځای ګډو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د ټولو غړو په ګټه وي.
"لکه څنګه چې د یووالي ډلې ټینګار کړی، موږ باور لرو چې د دا دایمي غړیتوب مسئله یو غیرې ډیموکراټیک خبره ده او بل دا چې د ملګروملتونو د امنیت شورا باید یوازې د ټاکل شوي غړو سره د گردش او سیمه ایز استازیتوب پراساس د ټاکنو سره پراخه شي."
"په عین حال کې د ویټو حق باید لغوه شي یا لږترلږه د هغې کارول محدود شي." هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ترمنځ همغږي او همکاري زیاته شي.
هغې دې ته په اشارې سره چې د ټولو غړو هیوادونو ترمنځ رغنده ښکیلتیا د اصلاحاتو پروسې د پرمختګ لپاره اړینه ده، اونال وویل چې ترټولو قانوني پلیټ فارم د بین الحکومتي خبرو اترو پلیټ فارم دی.
اونال وویل چې دوی په دې برخه کې په عامه توګه د غونډو هرکلۍ کوي او زیاته کړه،
"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاحاتو د مهم اهمیت او بیړنۍ اړتیا له امله، تورکیه به په فعاله توګه د بین الحکومتي خبرو اترو په بهیر کې برخه واخلي او د اجماع او ګډو زمینو ته د رسیدو لپاره به هڅه وکړي."