ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان پر ساختار سخته نیوکه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا اوس د نړۍ د امنیت ضامن نه دی ، بلکې د پنځو هیوادونو د سیاسي ستراتیژیو د جګړې ډګر ګرځیدلی دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا اوس د نړۍ د امنیت ضامن نه دی ، بلکې د پنځو هیوادونو د سیاسي ستراتیژیو د جګړې ډګر ګرځیدلی دی.
ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سازمان ۷۸ یمې عمومي اسبملې ته وینا وکړه.
اردوغان ددې خبرې په ټینګار سره چې تورکیه هم د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش له هغې وینا سره موافق ده چې ویلي یې دي " له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تاسیس شوي بنسټونه د نننۍ نړۍ انعکاس نه کوي."
"د امنیت شورا اوس د نړۍ د امنیت ضامن نه ده، دا د پنځو هېوادونو د سیاسي ستراتیژیو د جګړې ډګر ګرځېدلی دی."
اردوغان په دې باندې په ټینګار سره وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ د نړۍ د امنیت، سولې او هوساینې د تامین مسئول بنسټونه ګړندیو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
"موږ باید د نړیوالې حکومتدارۍ یو داسې جوړښت رامینځته کړو چې د نړۍ د ټولو اصلونو، عقیدې او کلتورونو د هغوې د جغرافیې او ډیموګرافیک سره استازیتوب کولو توان ولري،."
اردوغان د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې روانه ده وویل ، تورکیه به د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر بنسټ د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د سوریې د ستونزې حل ته هم اشاره وکړه.
ولسمشر ټینګار وکړ چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي یووالي لپاره تر ټولو لوی ګواښ د هغو ترهګرو ډلو ښکاره ملاتړ دی چې په دغه هېواد کې میشتې دي.
"موږ د هغو کسانو له منافقت څخه ستړي شوي یو چې داعش او ورته ډلې د خپلو ګټو لپاره د پوښ په توګه کاروي، په ځانګړې توګه په سوریه او عراق، منځني ختیځ، شمالي افریقا او عاج ساحل کې."
اردوغان څرګنده كړه چې هغه هېوادونه چې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو لپاره له تروريستي سازمانونو سره كار ته دوام وركوي د تروريزم او اړوندو ستونزو په اړه د شكايت حق نه لري.
اردوغان دې ته په اشارې سره چې په منځني ختيځ كې دايمي سوله يوازې د فلسطين او اسراييلو د مسئلې له نهايي حل سره شونې ده .
"د اسراییلو لپاره دا ستونزمنه ده چې هغه سوله او امنیت ومومي چې دوی یې د ۱۹۶۷ کال پولو پر بنسټ د خپلواک او جغرافیایي پلوه یوځای شوي فلسطیني دولت له جوړولو پرته غواړي."
"موږ د هیچا خاورې ته سترګې نلرو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زموږ حقونه له پامه وغورځوي." اردوغان له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د شمالي قبرس تورکي جمهوريت په رسميت وپېژني او له دغه هېواد سره ديپلوماتيكې، سياسي او اقتصادي اړيكې ټينګې كړي.
ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب بهیر په اړه هم وویل:
"له اروپايي اتحادیې څخه زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره زموږ د هیواد په وړاندې خپل مکلفیتونه پوره کړي او د تورکیې په وړاندې دوه ګونی چلند باید پای ته ورسیږي."
ولسمشر اردوغان د اذربایجان او ارمنستان اړیکو ته په اشارې سره وویل چې دوی له پیله د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بهیر ملاتړ کړی خو ارمنستان دا تاریخي فرصت د لاسه ورکوي او ښه استفاده ترینه نشي کولی.
اردوغان د دې په څرګندولو سره چې مونږ تمه لرو ارمنستان خپلې ژمنې پوره کړي، په ځانګړې توګه د زنګیزور دهلیز پرانېستو په برخه کې.
"لکه څنګه چې اوس هرڅوک مني، قره باغ د آذربایجان خاوره ده. له دې پرته د بل حیثیت تحمیل به هیڅکله د منلو وړ نه وي."
اړوند خبرونه

د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.