تورکیه: د یو زیات شمیر هیوادونو په څیر د انګلستان سره د نامنظمه کډوالۍ په مسئله کې همکاري‌ کوو

د تورکیې د  کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نورو هېوادونو په څېر له انګلستان سره هم د کډوالو د قاچاق او غیر منظم مهاجرت په مخنیوي کې همکاري کوي.

2023322
تورکیه: د یو زیات شمیر هیوادونو په څیر د انګلستان سره د نامنظمه کډوالۍ په مسئله کې همکاري‌ کوو

د تورکیې د  کورنیو چارو وزارت ویلي چې د نورو هېوادونو په څېر له انګلستان سره هم د کډوالو د قاچاق او غیر منظم مهاجرت په مخنیوي کې همکاري کوي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،  ناقانونه کډوال او کډوالي‌ قاچاقبری چې  یوه نړۍواله ستونزه ده  پر خلاف د مبارزې په موخه  د انګلستان په ګډون د «سرچینې، ترانزیټ او هدف هېوادونو» سره د غیرقانوني کډوالۍ  او کډوالو په اړه دوه اړخیزې ناستې ترسره شوې.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې چوکاټ کې د تورکیې  او انګلستان ترمنځ د «مهاجرت ډیالوګ» غونډې له ۲۰۱۹ کال راهیسې هر کال په منظم ډول ترسره کیږي.

"موږ د غیر منظم کډوالۍ او کډوالو د قاچاق تنظیم کونکو سره د مبارزې په برخه کې د انګلستان سره د استخباراتو په شریکولو موافق یو. سیاسي بې ثباتي، وسله والو جګړو او اقتصادي ستونزو په ټوله نړۍ د کډوالۍ فشار رامینځته کړی. د غیر منظم کډوالۍ مخنیوی  او د قاچاقبرانو په لاسونو په خطرناکو لارو کې  د خلکو د ژوند اخیستو مخنیوی زمونږ یواځنی هدف دی. مونږ به  دا بشري مسایل په دوامداره توګه په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې اجنډا ته راوړو ته دوام ورکړو."

په بیان کې په دې باندې په ټینګار سره چې تورکیه  د ملګروملتونو د سازمان په ګډون په ټولو نړۍوالو سازمانونو کې د کډوالۍ په برخه کې یو فعاله هیواد دی، مرستې د ټولو لخوا منل شوي‌ او هر سړی ورسره د همکارۍ غوښتنه کوي.

"موږ له دوستو او متحدو هیوادونو د ناقانونه کډوالۍ او کډوالو د مخنیوي په برخه کې د  شته همکارۍ لا پیاوړې کولو لپاره کار کوو.  د دې موخو په رڼا کې  د یو زیات شمیر هیوادونو په څیر د انګلستان سره هم د کډوالو د قاچاق او غیر منظم  کډوالۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري‌ کوو. تورکیه به  غیرقانوني کډوالۍ او کډوالو د قاچاق تنظیم کونکي به  پر وړاندې مبارزې ته په دوامداره توګه دوام وکړي.



اړوند خبرونه