د  تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه د ۵۰.۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه ۱۳ د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

2013619
د  تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه د ۵۰.۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.
bae-anlasma-.jpg

د  تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه د ۵۰.۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خلیج هیوادونو ته د خپل سفر وروستي تم ځای   متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان د  متحده عربي اماراتو د مشر محمد بن زاید سره تر لیدنې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه یو زیات شمیر د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول. د لاسلیک شوو تړونونو په چوکاټ کې د تورکیې او متحده عربي آماراتو ترمنځه اړیکو کچه ستراتیژیک شراکت کچه ته لوړه کړې شوه.  

 د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۳ جلا جلا سندونه لاسلیک شول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د لوړ پوړو ستراتیژیکو شوراګانو پر جوړولو هوکړه وشوه.همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه د  ساختماني، خوراکي، زیربنا، روغتیا ، پرمختللې تکنالوژۍ ، مصنوعي  زیرکتیا ، انرژي، ترانسپورت، انلاین تجارت، مالي،  لوژستیک او روغتیا په برخه کې د همکاریو د لا ژورولو پریکړه وشوه.په اعلامیه کې جزیات نه دي ورکړل شوي او دا نه دي ویل شوي چې دا تړونونه به په کوم وخت کې پلي کیږي.

د ویلو ده چې د تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه د لاسلیک شوو تړونونو له مخې به دا هیواد په تورکیه کې په یو زیات شمیر برخو کې سرمایه ګذاري وکړي.



اړوند خبرونه