ولسمشر اردوغان په سعودي عربستان کې خپلو لدیونو کتنو ته دوام ورکوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خلیج هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې لومړی سعودي عربستان ته سفر وکړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خلیج هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې لومړی سعودي عربستان ته سفر وکړ.
د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د سعودي عربستان په جدې ښار کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لخوا لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو.
له هر کلي د مراسمو وروسته ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د السلام په ماڼۍ کې لیدنه وکړه . لومړی دواړو دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته يي د دواړو هیوادونو د پلاوو ترمنځ د غونډې مشري وکړه .
له خبرو اترو وروسته د تورکیې او سعودي عربستان ترمنځ د مخامخ پانګونې، دفاعي صنعت، انرژۍ، دفاع او مخابراتو په برخو کې ۵ جلا جلا تړونونه لاسلیک شول.
ولسمشر اردوغان وروسته د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د تورکیې لومړی کورنی موټر، توګ ډالۍ کړ.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ولسمشر اردوغان د پاتې کیدو هوټل پورې د ولسمشر اردوغان لخوا ورته په ډالۍ کې ورکړ شوي موټر سره یوړ.