تورکیې د قبرس په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مطبوعاتي اعلامیې په اړه غبرګون وښود.
تورکیه : د ملګروملتونو د امنیت شورا د قبرس د مسئلې په اړه د ملګروملتونو د سرمنشي د راپورونو نه لرې کیږي
تورکیې د قبرس په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مطبوعاتي اعلامیې په اړه غبرګون وښود.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لخوا پدې اړه د خپور شوي بیان نه "بشپړ ملاتړ" کوو.
په بیان کې په دې ټینګار شوی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې په اړه د ناکامې حل لارې په ماډل باندې چې له واقعیتونو څخه په کامله توګه لرې دی ټینګار کوي .
"دا حقیقت چې فدرالي حل هدف نور د تورکیې د قبرس خلکو خپلواکه اراده نه منعکس کوي باید د ټولو اړخونو لخوا درک شي."
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چلند چې په تدریجي ډول د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپورونه د اساس په توګه له پامه غورځول کیږي، سویلي قبرس سولې او جوړجاړي ته د هڅولو پر ځای ، په ټاپو کې د لرغوني او د ټاپو شریک مالک، تورکي قبرس د حقونو د خپور لاندې کولو او د هغوې پر موجودیت سترګې پټوونکي چلند نه ملاتړ کوي.
په بیان کې یادونه شوې:
"موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې په قبرس کې د یوې عادلانه، تلپاتې او دوامداره حل لارې ته د رسیدو لپاره باید د ټاپو د دواړو خواوو او ملتونو اراده منعکس کړي او د دریمې ډلې پرې مسلط نشي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیواله ټولنه باید هغه حقیقت ومني چې هلته شتون لري. د قبرس په جزیره کې دوه جلا هیوادونه او دوه جلا دولتونه شتون لري، په دې اساس موږ د امنیت شورا ته بلنه ورکوو چې د قبرس د تورکانو د خپلواکۍ ، برابرۍ او مساواتو پر بڼسټ ولاړ نړیوال دریځ ثبت کړي، او ټینګار کوي چې دا د قبرس مسئلې د حل لپاره د هر ډول نوي پیل لپاره یو لازمي شرط دی.