د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا د ټاکنو نه وروسته لومړنۍ غونډه وکړه

د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا د ولسمشرۍ ټاکنو او نوې کابینې د ټاکلو نه وروسته د  ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ خپله لومړنۍ غونډه وکړه.

1997470
د تورکیې د ملي‌ امنیت  شورا د ټاکنو نه وروسته لومړنۍ غونډه وکړه

د تورکیې د ملي‌ امنیت شورا د ولسمشرۍ ټاکنو او نوې کابینې د ټاکلو نه وروسته د  ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ خپله لومړنۍ غونډه وکړه.

د  ملي امنیت شورا په لومړنۍ غونډه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې ، په نوې دوره  کې به چې د تورکیې د پېړۍ پیل دی، په هېواد کې د امنیت، سولې او هوساینې د تامین لپاره به په ورته هوډ سره ګامونه پورته شي.

د ملي‌ امنیت شورا د غونډې نه وروسته چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه اعلامیه خپره شوه.

په اعلاميه کې ویلي‌ شوي‌ دي‌ چې  د پي کاکا ، واي پي‌ جي، پي‌ وای ډي، فتو او داعش ترهګرو سازمانونو لخوا  د هیواد  ملي يووالي ، پيوستون او بقا په وړاندې د هر ډول ګواښونو او خطرونو په وړاندې د هېواد  دننه او بهر په قوي هوډ، عزم او برياليتوب سره د روانو  عملیاتو په اړه  ملي‌ شورا ته معلومات ورکړل شول.

په اعلاميه کې  د سوریې په اړه ویل شوي‌ دي‌ چې  دې ،  د سوريې د ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د دايمي سولې او ثبات تامين له تروريستي سازمانونو څخه  ددې هیواد له  پاکولو پرته  ناشونی دی.

همداشان په اعلامیه کې په کوسوو کې روانو ستونزو ته په اشارې سره ویل شوي‌ دی‌ چې ، په کوسوو کې د زیاتیدو په حال کې تاوتریخوالي‌ ته  به چې د سیمې امنیت او ثبات يي د ګواښ‌ سره مخامخولی شي   اجازه ورنکړو او د سیمې د حساسو موازنو د ساتلو په موخه  د خبرو او سلامشورو بهير ته به  دوام ورکړو .

په دې غونډه  کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې پر اغيزو چې د سيمې لپاره يې خطرونه زيات کړي هم خبرې شوي‌ دي .  همداشان  د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ د خبرو اترو په بهير کې له پرمختګونو څخه خوښي ښودل شوې ده  .

په اعلامیه  کې همدا راز چې په سوډان کې په جګړه کې  ښکیلو  خواوو ته  ژر تر ژره د دایمي اوربند په اعلانولو سره د انتقال د پروسې د لاسته راوړنو د ساتلو او د روغې جوړې له لارې د ستونزو د حل غږ شوی دی. همداشان ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې  تورکیه به د سوډان  د سولې او ثبات د تامین لپاره خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه