نن د مې ۲۹ مه نیټه ده چې د استانبول د فتحې ۵۷۰ مه کلیزې سره سمون خوري.
استانبول د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بشارت په ترلاسه کولو سره ۵۷۰ کاله وړاندې د عثماني امپراتور فاتح سلطان محمد لخوا فتح شو.
نن د مې ۲۹ مه نیټه ده چې د استانبول د فتحې ۵۷۰ مه کلیزې سره سمون خوري.
استانبول د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بشارت په ترلاسه کولو سره ۵۷۰ کاله وړاندې د عثماني امپراتور فاتح سلطان محمد لخوا فتح شو.
د عثماني امپراتورۍ پاچا دویم فاتح سلطان محمد چې په ۱۴۵۳ میلادي کال د مې په ۲۹ مه نیټه استانبول د فتحې سره ددې ښار دروازې د اسلام پر مخ پرانیستې او ددې سترې فتحې سره د فاتح لقب ترلاسه کړ ددې تاریخي ښار د لوټیدو مخه يي ونیوله او د ایه صوفیا کلیسا يي د خپلې فتحې د نښانې په توګه په جومات بدله کړه.
د استانبول د فتحې د ۵۷۰مې کلیزې په مناسبت د سهار لمونځ په ایه صوفیا جومات کې ترسره شو.
د تورکیې د دیني چارو رئیس پروفیسور ډاکټر علي ایرباش په امامت په ایه صوفیا جومات کې د زرګونو تنو په ګډون د سهار لمونځ ادا شو. د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو هم د سهار لمونځ لپاره د ایا صوفیا جومات ته تللی وو.
د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د ټولنیزې مډیا له لارې د استانبول د فتحې د ۵۷۰ کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " د سلطانانو سلطان فاتح سلطان محمد خان د استانبول د فتحې سره یوه پيړۍ وتړله او نوې پيړۍ يي پرانیسته. د نړۍ مروارید او د تورک ملت د سترګو تور د استانبول د فتحې ۵۷۰ مه کلیزه دې ټولو ته مبارک وي.
د استانبول فتحه د هر کال په څېر سږ کال د مې په ۲۹ نېټه په ټول هېواد او د تورکیې نه په شمالي قبرس تورکي جمهوریت کې په جوش او جذبې سره لمانځل کېږي.