د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته ولسمشر اردوغان خپله بریا اعلان کړه.

په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته ولسمشر اردوغان خپله بریا اعلان کړه.

1992491
د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته ولسمشر اردوغان خپله بریا اعلان کړه.

په تورکیه کې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته ولسمشر اردوغان خپله بریا اعلان کړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ابتدايي پایلو د اعلانیدو نه وروسته په استانبول کې د قسقلي‌ په سیمه کې راټولو شوو خپلو په زرګونو تنو پلویانو ته وینا وکړه .

ولسمشر اردوغان وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو مو په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړ. زمونږ د ملت د ځانګړې توجه او پیرزوینې په نتیجه کې مونږ یو ځل بیا ستر بری ترلاسه کړ.

د دوو اخترونو په منځ کې د ډیموکراسۍ اختر  الله رانصیب کړ. ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې د ټول ملت نه چې پدې ټاکنو کې پراخه ګډون کړی دی د زړه له کومې مننه کوم. د هیواد د ټولو ځوانانو نه مننه کوم. د عدالت او پراختیا د ګوند ټولو پلویانو او مینه والو نه مننه کوم. د هیواد نه بهر د میشتو ټولو هیوادوالو نه چې پر مونږ يي یو ځل بیا باور او اعتماد وکړ او د خپلو ازادو رایو سره يي وټاکلو مننه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل انشاالله چې ستاسې ددې اعتماد لایق به وګرځو. لکه څرنګه چې په تیرو ۲۱ کلونو کې مو د خپل ملت نه هیڅ ډول خدمت ندی سپمولی په راتلوونکو پنځو کلونو کې به يي هم ونه سپموو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د مې د ۱۴ مې نیټې او د ۲۸ مې نیټې ګټوونکي‌ د تورکیې ۸۵ میلیونه ټول وګړي دي. لکه څرنګه چې مونږ ویلي‌ وو ، دا ټاکنې به پداسې یو ډول ګټو چې ګټوونکی ټوله تورکیه وي. همداسې مو وکړ.

ولسمشر اردوغان د تورکیې د ټولو وګړو په ټاکنو کې د ګډون له امله مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان د خپلو پلویانو نه ډیره مننه وکړه او وویل چې مونږ هر بری او ظفر ستاسې په برکت او د عدالت او پراختیا ګوند سره د اخلاص او پر موږ د پوره باور او اعتماد له امله ترلاسه کړی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ټاکنو کې د ګډون کچه ډیره لوړه وه. ۵۵ میلیونو تنو هیوادوالو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

د ټاکنو پایلو ټولو ته دا څرګنده کړه چې هیڅوک د تورکیې ګټو پر وړاندې خنډونه نشي‌ رامنځته کولی.

ولسمشر اردوغان وویل چې د قطر، اذربایجان، اوزبیکستان، هنګړي او یو زیات شمیر هیوادونو ولسمشرانو د ټيلیفون په کرښه ورسره تماس نیولی او ددې ستر بري‌ له امله يي ورته مبارکي‌ ورکړې دې.

ولسمشر اردوغان وویل چې هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ قوي‌ ارده د خپو لاندې کړي. هیچا ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ ارزښتونه د خپو لاندې کړي.

ولسمشر اردوغان په مخالفو ګوندونو باندې نیوکه وکړه .

ولسمشر اردوغان زیاته کړه انشاالله په راتلوونکي‌ دوره کې به د ملت سره چې مو څه ژمنه کړي‌ وي‌ هغه ټکې په ټکی عملي‌ کړو.

ولسمشر اردوغان په هیواد کې د زلزله ځپلو نه چې پر دې پوره باور او اعتماد کړی دی او ډیرې زیاتې رایې ورکړي‌ مننه وکړه.



اړوند خبرونه