په تورکیه کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر پایته ورسید
په تورکیه کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو لپاره چې د مې په ۲۸ مه ترسره کیږي، د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر پایته ورسید خو په هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو کې د رای اچونې بهیر دوام لري.

په تورکیه کې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو لپاره چې د مې په ۲۸ مه ترسره کیږي، د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر پایته ورسید خو په هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو کې د رای اچونې بهیر دوام لري.
د ټاکنو له عالي شورا څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په تورکیه کې د ولسمشریزو دویم پړاو ټاکنو په خاطر د هیواد نه بهر د ۳ میلیونه ۴۲۳ زره او ۷۵۹ تنو واجد د شرایطو د رای ورکوونکو نه یو میلیون ۸۹۵ زره او ۴۳۰ تنو خپلې رایې کارولي دي. د ویلو ده چې د دویم پړاو ټاکنو په رای اچونه کې د لومړي پړاو په پرتله لا زیات کسانو ګډون کړی دی.
د ویلو ده چې د رایې ورکولو پروسه د هیواد نه بهر د تورکیې په سیاسي نماینده ګیو کې د می په ۲۴ مې نیټې د شپې په لسو بجو پایته ورسیده. همداشان په هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو کې به دا بهیر د مې تر ۲۸ مې نیټې د مازیګر تر ۵ بجو پورې دوام وکړي.
د ویلو ده چې په تورکیه کې د مې په ۱۴ مه نیټه د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنې ترسره شوې وې. په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو نه یو هم مطلق اکثریت یا ۵۰ جمع یو رایه ترلاسه نکړه چې د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.
دویم پړاو د لومړي پړاو د دوو مخکښو نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال قلچدار اوغلو ترمنځه ترسره کیږي. د ټاکنو په لومړي پړاو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ عشاریه ۵۵ سلنه او د هغه رقیب کمال قلچدار اوغلو بیا ۴۴ عشاریه ۸۸ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.