چاووش اوغلو : راځۍ چې سوري‌ کډوال خپل هیواد ته ولیږو، خو په انساني‌ ډول .

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، سوري وګړي باید په خوندي او انساني ډول خپلو هېوادونو ته واستول شي او تورکیې هم همدا کار کړی دی.

1990589
چاووش اوغلو : راځۍ چې سوري‌ کډوال خپل هیواد ته ولیږو، خو په انساني‌ ډول .

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، سوري وګړي باید په خوندي او انساني ډول خپلو هېوادونو ته واستول شي او تورکیې هم همدا کار کړی دی.

چاووش اوغلو د انتالیا ولایت په  کیپیز ولسوالۍ کې ښاریانو ته وینا وکړه.

چاووش اوغلو په دې خبرې سره چې تورکیه نن ورځ  په یو مهم نړۍوال اکټور بدل شوی دی چې اهمیت يي  په یوه پراخه جغرافیه کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپریدو په حال کې ده . تورکیه نن ورځ  په یو داسې سیمه کې چې  جګړې او نښتې پکې روانې دي‌ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د یو با ثابته هیواد په توګه خپلې لارې ته دوام ورکوي.

"موږ ددې شعار سره چې نړۍ له پنځو لویه ده د یو نوي‌ نړۍوال نظم لپاره کار کوو"

"ځکه چې موجود نړۍوال نظم کفایت نکوي، دا  نظم د نړۍ د هیلو او ستونزو حل لاره نه ده، دا ستونزې نشي حل کولی، بحرانونه نشي هوارولی، د انسانیت هیلې نشي پوره کولی."

چاوش اوغلو په ټینګار سره وویل چې دوی په ټوله نړۍ کې د تورکیې شانداره بیرغ رپولی دی.

"تورکیه هغه هیواد  دی چې په ترهګرو يي دا نړۍ  تنګه کړی ده، تورکیه هغه هیواد دی چې  د نړۍ په هر ګوډ کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر د جګړو او شخړو د حل په خاطر منځګړتوب کوي. دا تورکیه ده چې د ترکي دولتونو د سازمان تر چتر لاندې لویه ترکي نړۍ سره متحد کړې. دا تورکیه ده چې د نړۍ په هر ځای کې د خپل هویت ساتنه کوي."

 

چاووش اوغلو په دې خبرې سره چې تورکیه په نړۍ کې د سولې او ارامۍ لپاره د منځګړیتوب یوه  ډیره ښه بیلګه ده. هغه وویل چې د سوریې د روانې ستونزې د حل او سوري کډوال په خوندي‌ توګه خپل هیواد ته د ستنولو لپاره تیره اونۍ د روسیې په پلازمینه مسکو کې د روسیې، ایران، سوریې او تورکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه. هغه وویل چې موږ سوري‌ کډوال په سوریه کې خوندي‌ سیمو ته د بیرته ستنولو هڅه کوو.

د بهرنيو چارو وزير وویل  چې سوريه باید د ترهګرۍ نه پاکه شي، ترڅو  په تورکيه کې مېشت سوري  وګړي په خوندي توګه خپلو هيوادونو ته ستانه شي .

"هو، راځئ چې په تورکیه کې میشت سوري‌ کډوال خپل هیواد ته  ولیږو، خو په انساني توګه. راځئ چې دا په داسې طریقه ولیږو چې زمونږ د شان سره مناسب وي."



اړوند خبرونه